پاکستانیانو د غزې او لبنان د شهیدانو په یاد کې قرآني سیالۍ ترسره کړې
(last modified Wed, 30 Oct 2024 02:03:04 GMT )
Oct 30, 2024 06:33 Asia/Kabul
  • پاکستانیانو د غزې او لبنان د شهیدانو په یاد کې قرآني سیالۍ ترسره کړې

د پاکستان په پيښور کې د ایران د اسلامی جمهوریت په کلتوري خونې کې  د شهید اسماعیل هنیّه او شهید حسن نصر ا... پشمول د فلسطین اولبنان د شهیدانو په یاد او خاطرو  دوام کې د قرآن کریم د قرائت او حفظ سیالۍ ،  په امام خمیني هال کې  د شپاړس کلنو او له دې کم عمر لرونکو زلمیانو ترمینځ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې د پیښور، کوهاټ ،هنګو،پاراچنار،اورکزئ،سوات ،چارسدې اوځينو نورو سیمو  تنکیو زلمیانو  برخه واخسته.

د پاکستان په پیښور او حیدر آباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت په کلتوري خونو کې د غزې اولبنان  دشهیدانو  په یاد کې د قرآن کریم د حفظ او قرائت سیالۍ ترسره او غوره کسان هم ونازول شول.

زمونږخبریال راپور راکړ،  د فلسطین او لبنان د لسګونو زره ښځو او ماشومانو او بوډاګانو د شهادت او په نیواکي ټاټوبو کې  وروستیو پیښو ته په پام سره  په اسلام ا باد کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری سلایارئ په وړاندیز  او  دصراط الهي  قرآني مدرسې  په ګډون سره ، په پيښور او حیدر آباد کې د ایران په کلتوری  خونو کې د قرآن کریم د قرائت او حفظ سیالۍ ترسره شوې.

د پاکستان په پيښور کې د ایران د اسلامی جمهوریت په کلتوري خونې کې  د شهید اسماعیل هنیّه او شهید حسن نصر ا... پشمول د فلسطین اولبنان د شهیدانو په یاد او خاطرو  دوام کې د قرآن کریم د قرائت او حفظ سیالۍ ،  په امام خمیني هال کې  د شپاړس کلنو او له دې کم عمر لرونکو زلمیانو ترمینځ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې د پیښور، کوهاټ ،هنګو،پاراچنار،اورکزئ،سوات ،چارسدې اوځينو نورو سیمو  تنکیو زلمیانو  برخه واخسته.

ددغه راپور په اساس  دغه پروګرام په اسلام اباد کې د ایران د سفارت د کلتوري سلایارۍ په ملګرتیا سره ترسره شوي  او په دغو دستورو کې  په سیالیو کې ګډون  کونکي غوره زلمیان په جایزو سره ونازول شول.

په دغو دستورو کې د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې داهل تشیّع او اهل تسنن  غوره عالمانو او د غه راز  نورو کلتوری  او پوهنتوني شخصیّتونو هم ګډون درلود. په دغو دستورو کې  په پیښور کې د ایران د کلتوري خونې مسئول علی بنفشه خواه په قرآني سیالیو کې د ټولو ګډون کونکو په مننې اوستاینې سره ووئیل، د قرآن قاري باید له هغه څه څخه چې  ئې لولوي سم درک ولري ،چې ترټولو غوره مثال ئې د رسول ا... بزرګوار (ص) مقدس وجود دی چې  د مونږ ټولو لپاره یوه غوره  اوترټولو ښه بیلګه ده.

هغه پخپلې وینا کې  ووئيل،  ددغه شان سیالیو په ترسره کولو سره  ووئيل، اوس  چې  له خونخوار صهیونیسټي رژیم  او دا سلامی امت لومړي دښمن سره  د جنګ په لومړنۍ کرښې کې د مونږ دشتون  ا مکان نشته ، په  دغه ډول سیالیو ترسره کولو سره  مونږ د مقاومتي چورلیز دشهیدانو یاد ژوندی  ساتو  او  دهغوی دبریالیتوب لپاره دعا کووو، هیله مند یوو یوه ورځ راورسیږي چې  دټولو اسلامی هیوادونو په اتحاد او یووالی او یوزړتوب سره  دغه سرطاني دانه له لویدیځي آسیاسیمې  له جرړو وباسل شي.

ددغو دستورو په پاي کې د امتیازونو له محاسبې وروسته  له لومړي تر دریم پورې غوره تنکیو قاریانو ته غوره جایزې هم ورکړل شوې .

 

ټیګونه