د افغانستان د انتخاباتو کمېشن د کابل د انتخاباتو په اړه د شکايتونو د کمېشن فېصله رد کړه
د افغانستان د انتخاباتو کمېشن د شکايتونو د کميشن هغه پريکړه رد او ناقانونه وبلله چې له مخې يې د کابل د ولسی جرګې ټاکنو ټولې رايې باطلې اعلان شوې وې.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېشن پرون له غرمې مخکې د کابل ولایت د ولسي جرګې ټولې رايې د فساد او درغلۍ له امله باطلې اعلان کړې، خو د ټاکنو خپلواک کمېشن دغه پريکړه ناقانونه وبلله.
د ټاکنو خپلواک کميشن مشر ګلاجان عبدالبديع صیاد د شکايتونو د کميشن دا پريکړه د خلقو په ټاکنو سياسي معامله وبلله او زياته يې کړه چې دا پريکړه ناقانونه ده.
صياد وويل چې د شکايتونو کميشن هر وخت د ټاکنو د سبوتاژ کولو او د دې پروسې د ناکامولو هڅه کړې ده خو په وينا يې هيچا ته به ددې پروسې د ګډوډلو اجازه ورنکړي.
هغه وويل چې د ټاکنو خپلواک کمیشن د خلقو رايو ته درناوے لري او وې ویل چې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو رائې شميرل روان دي چې وړومبنۍ نتيجې به يې له شميرلو وروسته اعلان کړي.
د ټاکنو د شکایتونو کميشن وياند علي رضا روحاني ويلي وو چې د کابل ولایت د ټاکنو په اړه يې درې زره شکايتونه ترلاسه کړي دي چې د هغو له ارزولو وروسته يې د کابل د رايو د باطلولو پريکړه کړې ده.
تر اوسه د شکايتونو کميشن د ټاکنو د خپلواک کمشن د دريځ په ځواب کې څه نه دي ویلي.