ټیفا: د انتخاباتي شکایتونو د کمېشن فیصله د ټاکنیز عدالت د تامینیدو خلاف ده
د افغانستان د ټاکنو د روڼوالي بنسټ (تیفا) وايي چې د کابل د رایو سل په سلو کې باطلېدو سره پاکې رایې د ناپاکو رایو قرباني کېږي او د ټاکنیزو شکایتونو کمیشن دغه پرېکړه د ټاکنیز عدالت د تامین خلاف ده او همداشان د کابل معترض نوماندان وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیشن پرېکړه د قانون خلاف ده.
د افغانستان د ټاکنو د روڼوالي بنسټ (تیفا) وايي چې د کابل د رایو سل په سلو کې باطلېدو سره پاکې رایې د ناپاکو رایو قرباني کېږي او د ټاکنیزو شکایتونو کمیشن دغه پرېکړه د ټاکنیز عدالت د تامین خلاف ده.
تیفا دغه راز زیاتوي چې دغه پرېکړه باید د ټاکنو له کمیشن سره په همغږۍ شوې وای؛ ځکه اوسنيو شرایطو ته په کتو، تر یوې اوونۍ پورې د ټاکنو ترسره کول ممکن نه دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیشن پرون د کابل ټاکنې له سرغړونو او اختلافاتو ډکې وبللې او اعلان یې وکړ چې د ټاکنو قانون او د پر وخت مدیریت نه شتون له مخې د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو رایې باطلې دي.
خو ډېر وخت نه و وتلی چې د ټاکنو خپلواک کمیشن د دې ورځې پر ماښام د ټاکنیزو شکایتونو کمیشن د یادې پرېکړې د ردولو تر څنګ دغه کار تلواري، سیاسي او له واقعیته لري وباله.
د ټاکنو خپلواک کمیشن وویل چې د کابل د ټولو رایو باطلول د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ټولو هڅو او قربانیو بې احترامي ده.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تیفا) په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وړومبی باید د ټاکنیزو شکایتونو کمیشن مخکې له دې چې دغه پرېکړه صادره کړي، د ټاکنو کمیشن ته اجازه ورکړې وای څو هغوی مشکوکې رایې بیا شمېرلې وای او وروسته دې د کابل د رایو په اړه پرېکړه کړې وای.
تیفا لیکي، د کابل د رایو برخلیک تر اوسه د ټاکنو کمیشن له خوا نه دی مشخص شوی چې په اړه یې د ټاکنیزو شکایتونو کمیشن تصمیم ونیسي.
پر ټاکنو د څار بنسټ په دې خبرې سره چې که څه هم د ځینو حقوقپوهانو په خبره، د ټاکنیزو شکایتونو د کمیشن دغه پرېکړه په یو ډول قانوني اړخ لري او د ټاکنو قانون د ۹۴یمې مادې پنځم بند دی، خو اوسنیو شرایطو ته په پام سره د اوو ورځو په موده کې د کابل حوزې ټاکنو ترسره کول امکان نه لري.
دغه بنسټ د اندېښنې په ښودلو سره وايي چې د ولسي جرګې ټاکنې له جدي ستونزو سره چې د رایې ورکوونکو د لېستونو، بایومتریک وسایلو، د کار کوونکو نه حاضرېدو ستونزې دي، مخ دی چې دغه ستونزې لا هم پر خپل ځای دي او هېڅ ډول اصلاحات نه دي عملي شوي، نو په دې وجه په اوسني وضعیت کې د ټاکنو بیاځلي ترسره کول به د ټاکنو د روڼوالي سلنه لوړه نه کړي.
سرچینه لیکي چې د تیفا د څارنې پر اساس، د کابل ټولې رایې ناپاکې نه دي چې سل په سلو کې دې د باطلېدو مستحقې وي او دغه کار لامل کېږي چې د خلکو پاکې رایې د ناپاکو رایو قرباني شي او په ډاډ سره چې دغه تصمیم د ټاکنیز عدالت د تامین خلاف دی.
دغه بنسټ په اخر کې د کابل حوزې له ټولو نوماندانو غواړي څو خپله ارامي وساتي او د کابل د رایو د وضعیت تر مشخصېدو دې له هر ډول راټولېدنو او ناستو ډډه وکړي.
خو د کابل معترض نوماندان وايي د ټاکنیزو شکایتونو کمیشن پرېکړه د قانون خلاف ده
د افغانستان ولسي جرګې ته د کابل ځینو مخکښ نوماندانو د کابل د رایو د ابطال په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړې په غبرګون کې اعتراض کړی او یاده پرېکړه یې د قانون خلاف بللې ده.