افغانستان د چابهار ترهه ګريزه چاودنه وغندله
د افغانستان خارجه وزارت د ايران د چابهار ترهه ګريزه حمله وغندله.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان خارجه وزارت د چابهار د ترهه ګريزې حملې د قربانيانو کورنيو ته د تسليلت په ويلو سره د ايران دوست هېواد له خلقو او حکومت سره خواخوږي وکړه.
د افغانستان خارجه وزارت له دغه ګډ دښمن يعنې ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې د هېوادونو يووالي او نزدې ملګرتياو په ضرورت تاکيد وکړ.
له دې مخکې پاکستان او هند هم د چابهار ترهه ګريزه حمله غندلې وه.
يو ترهه ګر د تېر زيارت په ورځ د ایران د سیستان او بلوچستان صوبې د چابهار ښار د پولیسو مرکز ته له چاودیدونکو موادو د ډک ګاډی د ننباسلو نیت درلود چې پولیسو یې مخه ونیوله او ترهه ګر دغه ګاډے وچاوۀ چې له امله يې دوه کسان شهیدان او اتویشت نور ژوبل شول. د دغې حملې عامل ترهه ګر هم په هلاکت ورسېد.