د افغانستان د مشرانو جرګې رییس د کابل د پارلیماني انتخاباتو د رایو په باطلیدو نیوکه وکړه
(last modified Mon, 10 Dec 2018 03:06:25 GMT )
Dec 10, 2018 07:36 Asia/Kabul
  • د افغانستان د مشرانو جرګې رییس د کابل د پارلیماني انتخاباتو د رایو په باطلیدو نیوکه وکړه

د افغانستان د مشرانو جرګې (سنا) مشر د کابل د پارلیماني انتخاباتو د رایو د باطل اعلانولو په هکله د انتخاباتي شکایتونو د کمیشن وروستۍ پریکړه غیرقانوني وبلله.

آوا خبري آژانس خبر ورکړی چې فضل هادي مسلم یار پرون د افغانستان د پارلیمان په ډاګیزه غونډه کښې ټیګار وکړ: هیڅ کس یا ارګان د یو ولایت د ټولو رایو د باطلولو حق نه لري.

مسلمیار زیاته کړه: د قانون له مخې د ابتدايي نتایجو له اعلان او د معترضانو لخوا د شکایتونو له ثبتیدو وروسته د انتخاباتو د رایو د باطلولو په اړه پریکړه کیږي حال دا چې د انتخاباتو د شکایتونو کمیشن د ابتدايي پایلو له اعلانولو مخکښې داسې فیصله کړې ده.

هغه د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د کمیشن دا کار د دغه ارګان د زور وینې له امله وباله او په کابل کښې د وروستیو پارلیماني انتخاباتو په وړاندې د ستونزو په رامینځته کولو کښې یې د دغه ارګان په رول باندې سخته نیوکه وکړه.

یاده دې وي چې د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمیشن تیره پنجشنبه په کابل کښې د ولسي جرګې د انتخاباتو راې، د پراخو انتخاباتي درغلیو او خلاف ورزیو په وجه باطلې اعلان کړې.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیشن دا پریکړه د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن د مشر عبدالبدیع صیاد له سخت غبرګون سره هم مخ شوې ده.

 

ټیګونه