د افغانستان حکومت او طالبانو د صلحې د خبرواترو لپاره موافقه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79243-د_افغانستان_حکومت_او_طالبانو_د_صلحې_د_خبرواترو_لپاره_موافقه_وکړه
اسلام آباد، د افغانستان حکومت او طالب ډله د صلحې خبرواترو ته تیار کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2018 12:19 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت او طالبانو د صلحې د خبرواترو لپاره موافقه وکړه

اسلام آباد، د افغانستان حکومت او طالب ډله د صلحې خبرواترو ته تیار کړي دي.

آریانا نیوز ټي وي چینل خبر ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ځینو جګ پوړو چارواکو د دغه هیواد (دي نیشن) ورځپاڼې ته ویلي چې اسلام آباد، د افغانستان حکومت او طالب ډله د صلحې خبرواترو ته تیار کړي دي.

دغه پاکستاني چارواکي که څه هم یادې ورځپاڼې ته د افغان حکومت او طالب ډلې ترمینځ د خبرواترو د نیټې په هکله څه ونه ویل خو زیاتوي چې دغه ډله به په راتلونکو څو ورځو کښې د خبرواترو لپاره د خپلو شرطونو په هکله د افغانستان له حکومت سره مذاکره وکړي.

طالبانو ډلې لاهم د دې خبر په هکله کوم مثبت یا منفي غبرګون نه دی څرګند کړی.