له طالبانو سره د خبرو هدف د سولې رامینځته کول دی
-
تراوسه د طالبانواو د کابل دحکومت ترمینځ هیڅ ډول نیغ په نیغه خبرې نه دي شوي .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان د ملی وحدت دحکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله پرون د هیواد د اساسی قانون د تصویبیدا دکلېزې په مناسبت په یو لړ دستورو کښې له طالبانو ډلې سره د حکومت دخبرواترو هدف په هیواد کښې د سولې او دثبات رامینځته کول وباله .
هغه دې ته په اشارې سره چې د افغانستان له حکومت سره د نیغ په نیغه خبرو اترو لپاره د طالبانو ډلې په دریځ کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی وویل په افغانستان کښې د سولې د تحقق لپاره یو لړ هڅې شوی دی خو تراوسه د طالبانواو د کابل دحکومت ترمینځ هیڅ ډول نیغ په نیغه خبرې نه دی شوی .
عبدالله عبدالله د افغانستان دولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کیدا کښې د ځنډ دفیصلې په اړه هم وویل دغه فیصله د سیاسی مصلحتونو پراساس نه ده بلکې د انتخاباتو په شفاف او عادلانه ډول د ترسره کیدا لپاره دهغو نیټه ځنډول شوی ده .