افغان ولسمشر د جنګ جګړو په بندولو تاکيد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79591-افغان_ولسمشر_د_جنګ_جګړو_په_بندولو_تاکيد_وکړ
افغان ولسمشر په دغه هېواد کښې د جنګ جګړو په بندولو تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2019 12:04 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر د جنګ جګړو په بندولو تاکيد وکړ

افغان ولسمشر په دغه هېواد کښې د جنګ جګړو په بندولو تاکيد وکړ.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې محمد اشرف غني په کابل کښې د ازادو خبريالانو د قدرونې په مراسمو کښې وويل، په افغانستان کښې د جنګ جګړو د ختمولو په خاطر د خبرو اترو د شروع کولو لپاره د طالب ډلې د وسله والو مخالفينو مخې ته د حکومت غېږه خلاصه ده.

هغه زياته کړه، د دغه هېواد حکومت له طالب ډلې سره د صلحې په چلند کښې له خپلو ټولو لاسته راوړنو څخه نه شي تېرېدې.

محمد اشرف غني همدارنګ وويل، په مقرره نېټه د افغانستان د ولسمشرۍ  د انتخاباتو کول له طالب ډلې سره د صلحې په چلند باندې ترجيح لري.

له طالب ډلې سره چې د صلحې په باره کښې د افغان ولسمشر څرګندونې په داسې حال  کښې دي چې دغه ډله له کابل حکومت سره له هر ډول خبرو اترو څخه انکار کوي.