هند او امریکاپه افغانستان کې امنیت او سوله غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79601-هند_او_امریکاپه_افغانستان_کې_امنیت_او_سوله_غواړی
له افغانستانه دخپلو نیمو پوځیانو د ویستلو لپاره د امریکا له فیصلې وروسته امریکائی چارواکی ډیره زیاته هڅه کوی ،څو په افغانستان کې دخپلو پوځیانوپه ځای دهندوستان پشمول دسیمې دنورو هیوادونو پوځیان ځای په ځای کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 11, 2019 04:20 Asia/Kabul
  •  هند او امریکاپه افغانستان کې امنیت او سوله غواړی

له افغانستانه دخپلو نیمو پوځیانو د ویستلو لپاره د امریکا له فیصلې وروسته امریکائی چارواکی ډیره زیاته هڅه کوی ،څو په افغانستان کې دخپلو پوځیانوپه ځای دهندوستان پشمول دسیمې دنورو هیوادونو پوځیان ځای په ځای کړی .

 ایرناخبری آژانس راپورورکړی ،  د هندوستان دخارجه وزارت ویندوی راویش کومار پخپل ټولنیز چینل کې  لیکلی دی ، ددغه هیواد خارجه وزیرې  میرمن سوشما سوارج  دافغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړی استازی  زلمی خلیل زاد سره  کتنه کړې او  په دغه هیواد کې ئې  له طالبانو سره دخبرواترو له لارې  دسولې  په ټینګیدا ټینګار کړی دی .  زلمی خلیل زاد  دجنورۍ په اتمه نیټه   له هندی لومړی وزیر  نریندرا مودی سره  دامریکا د ولسمشر  ډونالډټرمپ  له ټیلیفونی خبرواترو یوه  ورځ وروسته   په افغانستان کې د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ د پراختیا په باب  نوی ډلی ته سفر کړی دی.

  په افغانسان کې  دسولې او امنیت د بیرته ټینګیدا  لپاره دهلوځلو په تکل کې به له هندوستانه وروسته  چین ، افغانستان او پاکستان ته بیا  د سفر مرحله پیل کړی . .

  له افغانستانه   دخپلو نیمو پوځیانو د ویستلو لپاره  د امریکا له فیصلې وروسته امریکائی چارواکی  ډیره زیاته هڅه کوی ،څو په  افغانستان کې  دخپلو پوځیانوپه ځای دهندوستان  پشمول دسیمې دنورو هیوادونو  پوځیان  ځای په ځای کړی .

ډوالډټرمپ  له دې مخکې وئیلی وو ،  دپاکستان ،روسیې اوهندوستان پشمول د  افغانستان ګاونډی   هیودونه  هم باید په افغانستان کې وجنګیږی .داپه داسې حال کې دی چې  په افغانستان  د امریکا  په دې  دیرغل  له اولسو کلونو تیریدا وروسته  ، چې  په دغه هیواد کې له ترهه ګرۍ او نشه ایزوتوکو سره مبارزه کوی ،تر دې دمه ئې نه یوازې  له دغو سپیرو بلاګانو سره مبارزه نه ده  کړې ، بلکې  په افغانستان کې د امریکائی پوځیانو دشتون  په د غې مودې کې  دغه بلاګانې نوره هم پراخې او زیاتې شوی دی .

 داپه داسې حال کې دی چې  دهندوستان  دپوځ  عمومی قوماندان  جنرال بیپین راؤت هم  پرون په  نوی ډیلی کې  په  خبری کنفرانس کې  له طالبانو ډلې سره  دهندی حکومت   دبې قیدو  شرطه خبرواترو غوښتنه کړې او وئلی دی ،  که هندوستان په افغانستان کې کومې ګټې لری ، نو اوس ئې وخت رارسیدلی ،څو  له طالبانو سره  نیغ په نیغه  خبرې اترې وکړی .

 دهندی پوځ قوماندان  زیاته کړې ، له طالبانو ډلې سره خبرې اترې باید له کوم شرط پرته وی  او دا چاره  دنوی ډیلی او  دسیمې دهیوادونو دګټو دتامینیدا لپاره  ده .

 جنرال راوټ  وړمه ورځ هم   په نوی ډیلی کې   د رائسینا  په کلنۍ غونډې کې  پخپلې وینا  کې  وئیلی وو، په افغانستان کې دسولې  دتامینیدا لپاره باید له طالبانو ډلې سره خبرې وشی ، خو  دغه خبرې اترې باید له کوم شرط پرته وی .