دکابل حکومت او طالبانو ترمینځ دسولې خبرې دوخت ضرورت دی
د چین خارجه وزیر زیاته کړې بیجینګ د افغانانو په رهبرۍ اومالکیّت سره په افغانستان کې د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ کوی .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ دچین خارجه وزیر وانګ ئی بیګا په بیجینګ کې د افغانستان دملی امنیت له سلاکار حمد ا... محب سره په کتنې کې په افغانستان کې د سولې له خبرواترو په ملاتړ سره وئیلی دی ، په دغه هیواد کې دامنیت اوسولې تامینیدا له طالبانو ډلې سره د افغانستان دحکومت له نیغ په نیغه خبرواترو پرته هیڅ امکان نه لری .
د چین خارجه وزیر زیاته کړې بیجینګ د افغانانو په رهبرۍ اومالکیّت سره په افغانستان کې د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ کوی .
دافغانستان دملی امنیت سلاکار هم په دغې کتنې کې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې دچین دملګرتیاؤ قدرونه وکړه او دسمیې په سولې اوامنیت تامینولو کې ئې د دغه هیواد رول ډیر مهم اورغنده وبالۀ.
دواړو لورو د دوواړخیزو اړیکو په پراختیا اوپیاوړتیا هم ټینګار وکړ .