دکابل حکومت او طالبانو ترمینځ دسولې خبرې دوخت ضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79602-دکابل_حکومت_او_طالبانو_ترمینځ_دسولې_خبرې_دوخت_ضرورت_دی
د چین خارجه وزیر زیاته کړې بیجینګ د افغانانو په رهبرۍ اومالکیّت سره په افغانستان کې د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 11, 2019 04:26 Asia/Kabul
  • دکابل حکومت او طالبانو ترمینځ دسولې خبرې دوخت ضرورت دی

د چین خارجه وزیر زیاته کړې بیجینګ د افغانانو په رهبرۍ اومالکیّت سره په افغانستان کې د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ کوی .

 زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس  له قوله راپور راکړ  دچین  خارجه وزیر وانګ ئی   بیګا  په بیجینګ  کې  د افغانستان دملی امنیت  له سلاکار  حمد ا... محب سره په کتنې کې  په افغانستان کې د سولې  له خبرواترو په ملاتړ سره وئیلی دی ،  په دغه هیواد کې دامنیت اوسولې تامینیدا   له طالبانو ډلې سره د افغانستان دحکومت  له نیغ په نیغه خبرواترو پرته هیڅ امکان نه لری  .

د چین  خارجه وزیر  زیاته کړې بیجینګ   د افغانانو په رهبرۍ اومالکیّت سره    په افغانستان کې د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ کوی .

 دافغانستان دملی امنیت  سلاکار  هم په دغې کتنې کې   له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې دچین   دملګرتیاؤ قدرونه وکړه او    دسمیې په سولې اوامنیت تامینولو کې ئې د دغه هیواد رول  ډیر مهم اورغنده وبالۀ.

 دواړو لورو  د دوواړخیزو اړیکو  په پراختیا اوپیاوړتیا هم ټینګار وکړ .