د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر نه تمدیدیږي
(last modified Sat, 12 Jan 2019 01:25:16 GMT )
Jan 12, 2019 05:55 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر نه تمدیدیږي

د افغانستان د انتخاباتو کمیشن وویل: د روان کال په جولایۍ میاشت کښې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر به تمدید نه شي.

د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست پرون وویل: کومو کسانو چې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د خبرتیا پیکیجونه ترلاسه کړي دي، په دې بهیر کښې د کاندید کیدو لپاره یوازې د جنورۍ تر شلمې نیټې پورې وخت لري.

تراوسه عبداللطیف پدرام، عبدالحکیم تورسن او نور ا... جلیلي د ولسمشرۍ د مقام په سر د سیالۍ لپاره د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمیشن کښې نومونه لیکلي دي.

له دې نه علاوه د اوسني ولسمشر اشرف غني، اجرايي مشر عبدا... عبدا... او همداشان محمد حنیف اتمر، احمد ولي مسعود، رحمت ا... نبیل او انوار الحق احدي په شمول ۷۳ کسانو د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کښې د نوم لیکنې لپاره د خبرتیا پیکیجونه ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې، په درې کلن ځنډ سره د تیر ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په شلمه او یویشتمه نیټه ترسره شوې.

 

ټیګونه