دسولې له خبرواتروسره دولسمشرۍ دانتخاباتوځنډیداهیڅ ارتباط نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79682-دسولې_له_خبرواتروسره_دولسمشرۍ_دانتخاباتوځنډیداهیڅ_ارتباط_نه_لری
دافغانستان د ملی وحدت حکومت اجرائی مشر د دغه هیواد دانتخاباتو دکمیشن په کړچار هم نیوکې وکړې او وې وئیل له بده مرغه دافغانستان د ولسی جرګې انتخابات له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ شول او دانتخاباتو کمیشن تر دې دمه نه دی توانیدلی دهغو لومړنۍ نتیجې اعلان کړی ، چې هیله ده په کابل کې د پارلیمان لومړنۍ نتیجې ډیرې زر اعلان شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 14, 2019 13:01 Asia/Kabul
  • دسولې له خبرواتروسره دولسمشرۍ دانتخاباتوځنډیداهیڅ ارتباط نه لری

دافغانستان د ملی وحدت حکومت اجرائی مشر د دغه هیواد دانتخاباتو دکمیشن په کړچار هم نیوکې وکړې او وې وئیل له بده مرغه دافغانستان د ولسی جرګې انتخابات له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ شول او دانتخاباتو کمیشن تر دې دمه نه دی توانیدلی دهغو لومړنۍ نتیجې اعلان کړی ، چې هیله ده په کابل کې د پارلیمان لومړنۍ نتیجې ډیرې زر اعلان شی .

 زمونږخبریال له کابله راپورراکړ  د افغانستان دملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا...عبدا... نن  دحکومتی کابینې  په غونډې کې   دسولې د خبرواترو  نتیجې ته د نه رسیدو په علت  د ولسمشرۍ  دانتخاباتو   دځنډیدا په باب ځینی راپورونه رد کړل او وې وئیل ،  ځینی  د ولسمشرۍ دانتخاباتو ځنډیدا ته  دسولې له موضوع او له طالبانو ډلې سره  له خبرواترو سره ارتباط ورکوی ، حال دا چې  واقعیّت داسې نه دی .

  هغه روښانه کړې ،  دافغانستان د ولسمشرۍ  انتخابات  دځینو تخنیکی مسئلو په علت  ځنډول شوی څو  د ولسمشرۍ راتلونکی انتخابات  په شفاف ډول ترسره شی .