دسولې له خبرواتروسره دولسمشرۍ دانتخاباتوځنډیداهیڅ ارتباط نه لری
دافغانستان د ملی وحدت حکومت اجرائی مشر د دغه هیواد دانتخاباتو دکمیشن په کړچار هم نیوکې وکړې او وې وئیل له بده مرغه دافغانستان د ولسی جرګې انتخابات له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ شول او دانتخاباتو کمیشن تر دې دمه نه دی توانیدلی دهغو لومړنۍ نتیجې اعلان کړی ، چې هیله ده په کابل کې د پارلیمان لومړنۍ نتیجې ډیرې زر اعلان شی .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان دملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا...عبدا... نن دحکومتی کابینې په غونډې کې دسولې د خبرواترو نتیجې ته د نه رسیدو په علت د ولسمشرۍ دانتخاباتو دځنډیدا په باب ځینی راپورونه رد کړل او وې وئیل ، ځینی د ولسمشرۍ دانتخاباتو ځنډیدا ته دسولې له موضوع او له طالبانو ډلې سره له خبرواترو سره ارتباط ورکوی ، حال دا چې واقعیّت داسې نه دی .
هغه روښانه کړې ، دافغانستان د ولسمشرۍ انتخابات دځینو تخنیکی مسئلو په علت ځنډول شوی څو د ولسمشرۍ راتلونکی انتخابات په شفاف ډول ترسره شی .