د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته اتم کس هم کاندید شو
محمد شهاب حکیمي پرون د افغانستان د ټاکنو په کمېسیون کې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د اتم نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه.
محمد شهاب حکیمي په خپل ټاکنیز ټکټ کې عبدالعلي سرابي د لومړي مرستیال او ډاکتر نورالحبیب حصير د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
نوموړی د څو کلونو لپاره د ماین پاکۍ موسسې (MDC) رییس، د ماین پر وړاندې د افغانانو د نهضت رییس او د کابل پوهنتون د کرني پوهنځي استاد پاتې شوی دی.
د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د راتلونکو ټاکنو د نوماندانو په باور، اړتیا ده چې د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو له تجربو څخه په زده کړه د ولسمشرۍ ټاکنو په ښه ترسره کېدو کې استفاده وکړي څو د ولسي جرګې د ټاکنو ستونزې په ولسمشریزو ټاکنو کې تکرار نه شي.
له دې مخکې ډاکتر زلمي رسول له «ملي یووالی، عدالت، امنیت، سوله، او برابري» شعار سره؛ عبداللطیف پدرام له «ازادي، عدالت او امنیت» شعار سره، محمد حکیم تورسن له «موږ عمل کوو شعار نه ورکوو» شعار سره؛ سید نور الله جلیلي؛ عنایت الله حفیظ له «امنیت، مساوات او برابري» شعار سره، نورالحق علومي او فرامرز تمنا د (تدبیر او پراختیا) له شعار سره د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ د ۲۹ مې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکي کال د چنګاښ ۲۹مه د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړې وه او د روانې میاشتې له ۱۳مې تر ۳۰ مې نېټې یې ورته د نوم لیکنې وخت ځانګړی کړی وو او ویلي یې دي چې کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډېو لپاره هېڅ پلان نه لري.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو په اساس، هر څوک چې غواړي ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم لیکنه وکړي، باید مسلمان او افغان وي، تر ټاکنو پورې باید څلوېښت کاله عمر د لرلو تر څنګ ۱۰۰ زره سټېکر شوې پېژندپاڼې او یو میلیون افغانۍ د ټاکنو کمېسیون ته وسپاري.