د ایران د سلواغې د ۲ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79837-د_ایران_د_سلواغې_د_۲_نیټې_ځینې_مطبوعات
طالبانو د افغانستان د میدان وردک ولایت د ملی امنیت په مرکز په ځان وژونکی حمله کی ۱۲۶ کسان وژلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2019 08:17 Asia/Kabul
  • د ایران د سلواغې د ۲ نیټې ځینې مطبوعات

طالبانو د افغانستان د میدان وردک ولایت د ملی امنیت په مرکز په ځان وژونکی حمله کی ۱۲۶ کسان وژلی دی .

 

اطلاعات

د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا سیکرټر علی شمخانی وایی له ایټمی موافقې دامریکا وتل د ایران د ټولو فرصتونو له لاسه تللو په معنا ندی .

طالبانو د افغانستان د میدان وردک ولایت د ملی امنیت په مرکز په ځان وژونکی حمله کی ۱۲۶ کسان وژلی دی . ورځپاڼه زیاتوی چی د  میدان وردګ ولایتي شورا غړي  شریف الله هوتک وویل: د افغانستان د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر مینځ پرونۍ نښته څو ساعته روانه وه او په نهایت کې امنیتي ځواکونو تیري ګر ووژل .

د شریف الله هوتک په وینا  د افغانستان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په لسګونو کسان د دغو ځواکونو د ودانۍ د شړیدو له امله ووژل شول.

رویټرز خبري اژانس د  افغانستان د دولت په حواله راپور ورکړ چې په دغه حمله او پیښه کې  د افغانستان کابو ۱۲۶ عسکر وژل شوې  او د قربانیانو د شمیر د زیاتیدو احتمال شته دی.

 

د میدان وردګو ځایی مسوولانو له دې مخکې  د دولسو امنیتی ځواکونو د وژل کیدو او د دیرشو د ژوبلې  خبر ورکړی و. طالبانو ډلې د دغه حملې پړه په غاړه اخستې ده.

نیویارک ټایمز لیکی په فلسطین کې د اسراییلو بشری ضد او جنایتکارانه اقدامات باید وغندل شی .

د سوریې د پوځ دافع هوا د صیهونیسټ رژیم ۳۸ توغندی تباه کړی دی .

 

کیهان

 

د ایران د قضاییه قوې مشر ایت ا... صادق املی لاریجانی وایی امریکا او لویدیځ یوازې له هغو هیوادونو سره چی نوکران یې دی ، ښې اړیکی لری .

 

د صیهونیسټ رژیم د ۳۸ توغندیو په تباه کیدا سره اسراییل د سوریې په اسمان کې ماته وخوړه .

 

د امریکا سی این این چینل وایی شمالی کوریا ټرمپ سره لوبې کوی .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی ظریف  وویل : امریکا اوس هم د تورپوستو ښځو او سړو د حقوقو خلاف ورزي کوي. محمد جواد ظریف پرون په خپل ټویټ صفحه کې په امریکا کې د پریس ټي وي د اینکرې  مرضیه هاشمي نیول کیدو ته په اشارې سره ولیکل:  ضروري  ده د امریکا دولت سپیناوی  ورکړي چې څنګه  د یوې نیا او خبریالې په توګه  د مرضیه هاشمي  له خوا  له هیواده د تللو خطر موجود دی  چې هغه  باید د عدالت په وړاندې د ګواهۍ د ټولو مرحلو تر بشپړیدو پورې ونیول شي.

د ایران خارجه وزیر جوته کړه:  د افریقاي نسله  د امریکایي مدني حقوقو د غورځنګ د مشر مارتین لتر کینګ له تروره د پنځوسو کلونو له تیریدو وروسته  لا هم امریکا د تورپوستو سړو او ښځو د  مدني حقوقو خلاف ورزي کوي.

 د امریکا فیډرل پولیسو د  ایران د پریس ټي وي  چینل امریکایی الاصله  خبریاله او مستند جوړوونکې چې له خپلې کورنۍ سره د کتنې لپاره امریکا ته تللې وه  د جنورۍ په دیارلسمه نیټه بې له کوم توره ونیوله.

 

جمهوری اسلامی

 

د ایران د مرکزی بانک مشر وویل جاپان له ایرانه د تیلو واردات پیل کړل .

 

د امریکا پخوانی خارجه وزیر جان کری وایی ټرمپ امریکا منزوی کړی ده .

د پولینډ مرستیال خارجه وزیر له ښاغلی عباس عراقچی سره په کتنه کې وویل د ورشو غونډه د ایران په شمول هیڅ هیواد پرضد نده .

د امريکاخارجه وزير مائک پومپئو په ټوئيټر پاڼه کښې د بدمعاشۍ په ادبياتو سره د ايران په اسلامي جمهوريت کښې د نيول شويو امريکائي جاسوسانو د آزادولو غوښتنه وکړه.