په افغانستان کې یو شمیرامریکائی افغان عسکر اوطالبان و ژل شوی دی
راپورونه ښئ په تیرو شپږومیاشتو کې دافغانستان په غزنی ولایت کې دطالبانو او افغان ملی اردو او امنیتی مامورانو په شخړو او اخ وډب کې څه دپاسه دوه سوه طالبان ، کابو سل افغان عسکر او نور په لسګونو عام خلک وژل شوی دی ،البته ځینی سرچینې وائی په دغو مرګ ژوبلو کې دامریکائی عسکرو برخه هم شته .
دافغانستان په غزني کې د پوځ یوه قوماندان جنرال محمد نسیم سنګین نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، په پکتیا او غزني سترې لارې کې په یولړ پاکونکو عملیاتو کې ئې د طالبانو یو شمیر کسان وژلي اویوشمیر نور ئې هم نیولي دي او دغه راز د طالبانو له منګولو یو شمیر وسلې اومهمات هم ولجه کړي او دغه راز کابو دولس ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي . هغه وئيلي دي دپکتیا او غزني د سترې لارې شاوخوا سیمو څخه دطالبانو تر بشپړ پاکونې پورې به دغه عملیات دوام وکړي .
همداارز زمونږخبریال هم راپور راکړی،د امریکا او افغانستان یو شمیر پوځيانو بیګا د غزنی ولایت د آب بند ولسوالۍ په بزې سیمې کې دطالبانو په بند حمله کړې چې د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شوي .په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،دطالبانو په دغو عملیاتو کې شل امریکائي او افغان عسکر مړه او ټپیان شوي دي ، خو ځينو حکومتي سرچینو وئيلي دي ، دافغانستان ځانګړي ځواک دطالبانو په بند په عملیاتو کې ۳۸بندیان خوشي کړي او دغه راز ئې نهه وسلوال طالبان هم وژلي دي .
دا په داسې حال کې دي چې راپورونه ښئ په تیرو شپږومیاشتو کې دافغانستان په غزني ولایت کې دطالبانو او افغان ملی اردو او امنیتی مامورانو په شخړو او اخ وډب کې څه دپاسه دوه سوه طالبان ، کابو سل افغان عسکر او نور په لسګونو عام خلک وژل شوي دي ،البته ځيني سرچینې وائي په دغو مرګ ژوبلو کې دامریکائي عسکرو برخه هم شته .