افغانان د ماسکو د سولې د غونډې په اړه اختلافات لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80114-افغانان_د_ماسکو_د_سولې_د_غونډې_په_اړه_اختلافات_لری
د افغانستان لوړ رتبه سیاستوالان د ماسکو غونډه د بین الافغانی سولې د خبرو اترو د پیلیدا په لړ کې مهم ګام بولی ، خو د افغانستان خارجه وزارت بیاد ماسکو د غونډې د ترسره کیدا په غبرګون کې ویلی دی چثی دا غونډه به له سولې سره مرسته ونکړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2019 11:02 Asia/Kabul
  • افغانان د ماسکو د سولې د غونډې په اړه اختلافات لری

د افغانستان لوړ رتبه سیاستوالان د ماسکو غونډه د بین الافغانی سولې د خبرو اترو د پیلیدا په لړ کې مهم ګام بولی ، خو د افغانستان خارجه وزارت بیاد ماسکو د غونډې د ترسره کیدا په غبرګون کې ویلی دی چثی دا غونډه به له سولې سره مرسته ونکړی

 

د ایرنا له راپور سره سم ټاکل شوی ده د ماسکو غونډه سبا او بل سبا د افغانستان د یوشمیر لوړرتبه سیاستوالانو او طالبانو ډلې لوړو رتبه مشرانو په شتون سره ترسره شی .

په تیرو دریو میاشتو کې دا دوهم ځل دې چی ماسکو د افغانستان د سولې په اړه د غونډې کوربتوب کوی . د افغانستان لوړ رتبه سیاستوالان د ماسکو غونډه د بین الافغانی سولې د خبرو اترو د پیلیدا په لړ کې مهم ګام بولی ، خو د افغانستان خارجه وزارت بیاد ماسکو د غونډې د ترسره کیدا په غبرګون کې ویلی دی چثی دا غونډه به له سولې سره مرسته ونکړی .

د افغانستان د سیاسی مسلو کارپیژاندی  په دغو غونډو کې د اشرف غنی حکومت نه ګډون او له افغان دولت سره د خبرو اترو لپاره د طالبانو نه ګروهنه د دغه هیواد د راتلونکی لپاره اندیښمنونکی بولی .