دافغانستان حکومت دطالبانو د دفتر پرانیستل منی
-
د افغانستان دحکومت دریځ او په هیواد کښې د سولې د بهیر لپاره د کابل دحکومت د لارې نقشه بدله شوي نه ده .
زمونږخبریال وایی د افغانستان حکومت په ضمنی ډول په کابل کښې د طالبانو ډلې د سیاسی دفتر له پرانیستل کیدا سره موافقت وکړ .
د افغانستان د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوری پرون په کابل کښې د طالبانو د دفتر د پرانیستل کیدا په هکله ددغه ډلې غوښتنې ته په غبرګون کښې وویل دغه غوښتنه د افغانستان دسولې د لارې په پلان کښې شته .
چخانسوری زیاته کړه د افغانستان دحکومت دریځ او په هیواد کښې د سولې د بهیر لپاره د کابل دحکومت د لارې نقشه بدله شوی نه ده .
د سولې د بهیر لپاره د افغانستان د حکومت د لارې د نقشې پراساس دکابل حکومت چمتو دی له کوم شرط پرته دنړۍ په هر ځاې کښې له طالبانو ډلې سره خبرې وکړی او ددغه ډلې غړی وبښی او هغوې ته په کابل کښې دفتر ورکړی او حتی طالبان د سیاسی بهیر په توګه په رسمیت وپیژندی .
په ماسکو کښې دافغانستان د سولې په غونډې کښې د طالبانو د استول شوی پلاوی مشر «شیر محمد عباس استانکزی په کابل کښې ددغه ډلې ددفتر د پرانیستلو غوښتنه کړی وه .