حامد کرزے امريکه په افغانستان کښې د جنګ عامله بولي
د افغانستان مخکښيني ولسمشر په هېواد کښې د جنګ اصلي عامله امريکه وبلله.
حامد کرزي وويل، تر هغه وخته چې واشنګټن په افغانستان کښې خپل فوځي شتون ته دوام ورکړي جنګ به ختم نه شي او په دغه هېواد کښې به صلح او قراري رانه شي.
د افغانستان مخکښيني ولسمشر همدارنګ د دغه هېواد له موقته حکومت سره د خپل مخالفت په اعلانولو سره وويل، تر هغه وخته چې په افغانستان کښې جنګ ختم او په دغه هېواد کښې صلح ټينګه نه شي اشرف غني پکار دي د جولائۍ په شلمه نېټه د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترجوړېدو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.
د افغانستان د صلحې په باره کښې د قطر په پائتخت دوحه کښې د طالب ډلې او امريکې د استازيو ترمېنځ په وروستيو خبرو اترو کښې ځينو رسنيو رپوټ ورکړ چې دواړو خواو په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لپاره په دغه هېواد کښې د موقته حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده.
په دې اړه چې امريکه په افغانستان کښې د جنګ او د هغه د دوام اصلي عامله ده د کرزي وېنا په افغانستان کښې په تېرو څه د پاسه اولسو کلونو کښې د امريکې د شتون او کارکردګۍ په ماهيت کښې جرړه لري.
امريکه چې په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ او نشه ايزو موادو سره د مبارزې په شعار سره دغه هېواد له ۲۰۰۱ کال راهسې قبضه کړے دے په تېرو څه د پاسه اولسو کلونو کښې په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ او نشه ايزو موادو سره د مقابلې په ډګر کښې ناکامه وه او ده. په افغانستان کښې د سپينې ماڼۍ مخرب سياستونه حتی د امريکې لخوا د دغه هېواد له نيولو نه له مخکښيني دوران سره په پرتله کښې د نشه ايزو موادو د توليد د څو برابره کېدو او د تندلاريتوب د زياتېدو سبب شوي دي.
د امريکې لوړرتبه ليکوال او خبريال فريد زکريا په واشنګټن پوسټ کښې ليکي: په افغانستان کښې د امريکې سياست ماتې خوړلې ده او د هغې د ليدو لپاره هم په افغانستان کښې په دوامداره توګه د دغه هېواد د پاليسيو له بدلېدو څخه بله واضحه نښه نشته چې کوشش کوي ځان له دغه ګرداؤ وژغوري.
په دغو حالاتو کښې دي چې د حامد کرزي په شمول چې په دوه پينځه کلنيو دورو کښې يې د افغانستان ولسمشري په غاړه لرلې وه او په افغانستان کښې د سپينې ماڼۍ په پټو او څرګندو سياستونو ښه پوهه دے د دغه هېواد ځينو شخصيتونه په دغه هېواد کښې د جنګ اصلي عامله امريکه بولي.
که څه هم دا وړومبنے ځل نه دے چې حامد کرزے په ۲۰۱۴ کال کښې د افغانستان د ولسمشرۍ له پوسټه له څنګته کېدو پس دوره کښې په خپل هېواد کښې د امريکې په سياستونو سختې نيوکې کوي خو د روسيې په پائتخت ماسکو کښې له طالب استازيو سره د ځينو افغان ګوندونو د مشرانو په غونډه کښې د هغه له ګډونه څو ورځې وروسته د دې مسئلې دوباره وړاندې کول له دغې غونډې سره تعلق پېدا کولې شي. دې ته په پام سره چې د جنګ د ختمېدو او د صلحې د خبرو اترو له چلند سره د يوځاے کېدو لپاره د طالبانواصلي شرط له افغانستانه د امريکائي فوځيانو وتل دي په داسې حالاتو کښې چې د ماسکو له وروستۍ غونډې نه پس له طالب ډلې سره د صلحې په خبرو اترو کښې د پرمختګ نښې نښانې راپېدا شوې دي د امريکائي او نېټو ځواکونو د وتلومسئله له مخکښې نه زياته د افغانستان په سياسي فضاء کښې د پام وړ ګرځېدلې ده.
په داسې حالاتو کښې په افغانستان کښې د امريکې د شتون دوام په دغه هېواد کښې د جنګ او تشدد له دوام نه علاوه د دې سبب شوے دے چې له طالب ډلې سره د صلحې د خبرو اترو د جوړېدو لپاره د هر ډول هلې ځلې ناکامه پاتې شي. د افغانستان د خلقو، حکومت او سياسي ډلو ترمېنځ دا اندېښنه موجوده ده چې په دغه هېواد کښې د شتون په دوام باندې د امريکې تاکيد به له طالبانو سره د صلحې د خبرو اترو لپاره موجود اميدونه ختم کړي.
-------------------