هند په افغانستان کښې د لنډمهاله حکومت د جوړیدو مخالف دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80976-هند_په_افغانستان_کښې_د_لنډمهاله_حکومت_د_جوړیدو_مخالف_دی
د هندوستان مرستیال خارجه وزیر په افغانستان کښې د موقته حکومت له جوړیدو سره د خپل هیواد په مخالفت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2019 04:05 Asia/Kabul
  • هند په افغانستان کښې د لنډمهاله حکومت د جوړیدو مخالف دی

د هندوستان مرستیال خارجه وزیر په افغانستان کښې د موقته حکومت له جوړیدو سره د خپل هیواد په مخالفت ټینګار وکړ.

ایرنا لیکلي چې ویجئ ګوخال په واشنګټن کښې، د افغانستان په چارو کښې د امریکې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کښې وویل: هندوستان په افغانستان کښې د موقته حکومت د  جوړیدو ملاتړ نه کوي.

هغه څرګنده کړه چې نوی ډیلی په افغانستان کښې د یو انتخابي حکومت غوښتونکی دی.

ګوخال دا څرګندونې په افغانستان کښې د لنډمهاله حکومت د جوړولو لپاره د امریکې د هلوځلو په هکله له ځینو اوازو وروسته کړې دي.