هند افغانستان ته ۴۰ جنګي الوتکې ورکوي
Mar 28, 2019 02:48 Asia/Kabul
هندي رسنۍ وايي، هند له افغانستان سره د ۴۰ جنګي الوتکو مرسته کوي.
د دې راپورونو له مخې، هند له بلاروس سره تړون کړے، چې افغانستان ته څلوېښت جنګي الوتکې برابرې کړي.
له بل لوري په هند کښې د افغانستان پخواني سفير او اوس مهال د جمهوري رياست نامزد شيدا محمد ابدالي هم دا راپورونه تاييد کړي دي او ويلي دي چې په راتلونکو څو مياشتو کې به دغه الوتکې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د ابدالي په خبره، د دې الوتکو ټول لګښت هم هند ورکوي.
د يادولو ده چې هند تر دې وړاندې هم له افغان حکومت سره د جنګي الوتکو مرسته کړې وه.
ټیګونه