په افغانستان کې د طالبانو اوحقانی ډلو ۵۵وسلوال وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82087-په_افغانستان_کې_د_طالبانو_اوحقانی_ډلو_۵۵وسلوال_وژل_شوی_دی
دغزنی ولایت په اندړو ولسوالۍ کې هم په هوائی حملې کې دطالبانو دولس غړی وژل شوی دی، چې دوه ئې مهم کمانډران هم پکې شامل دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 11, 2019 11:18 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د طالبانو اوحقانی ډلو ۵۵وسلوال وژل شوی دی

دغزنی ولایت په اندړو ولسوالۍ کې هم په هوائی حملې کې دطالبانو دولس غړی وژل شوی دی، چې دوه ئې مهم کمانډران هم پکې شامل دی .

زمونږخبریال د شفقناخبری آژانس له قوله راپورراکړ دافغانستان دفاع وزارت نن دیوې  اعلامیې په خپرولوسره وئیلی دی،ددغه هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې دپوځ او امنیتی ځواک په عملیاتو کې د طالبانو او حقانی ډلې د ۴۳وسلوالو د وژل کیدو خبر ورکړی او وئیلی ئې دی،په دغو عملیاتو کې په لسګونو کسان ټپیان شوی هم دی،دغه عملیات په کندوز ،ارزګان  اوفاریاب ولایتونو کې شوی دی .

دغه راز په یوه بل خبر کې وئیل شوی دی  د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هم دحقانی ډلې د مورچلو په ضد په هوائی بمباریو کې  ددغې ترهه ګرې ډلې  اولس غړی وژل شوی دی .

 په دغو عملیاتو کې د طالبانو اوحقانی چینل یو شمیر مورچلې هم تباه شوی دی .همداراز دغزنی ولایت په اندړو ولسوالۍ کې هم په هوائی حملې کې دطالبانو دولس غړی وژل شوی دی،چې دوه ئې مهم کمانډران هم پکې شامل دی .

په یوه بل خبر کې وئیل شوی دی د افغانستان په  کندوز ولایت کې هم په چهاردره ولسوالۍ کې په یولړ عملیاتو کې په آقسرائ کلی کې دطالبانو له بنده  لس غیر پوځی کسان خوشی کړائ شوی دی  او دغه زندان هم تباه کړائ شوی دی .