اشرف غني بریتانیا ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82826-اشرف_غني_بریتانیا_ته_لاړ
د افغانستان ولسمشر نن د بریتانیا پلازمینې لندن ته تللی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2019 13:15 Asia/Kabul
  • اشرف غني بریتانیا ته لاړ

د افغانستان ولسمشر نن د بریتانیا پلازمینې لندن ته تللی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی چې محمد اشرف غني د بریتانیا د حکومت په رسمي بلنه نن سهار د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ لندن ته سفر وکړ.

ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشر به په دغه سفر کښې د بریتانیې له چارواکو سره جلاجلا ملاقاتونه وکړي.

هم داشان ویل کیږي چې هغه به په انګلستان کښې د دغه هیواد او افغانستان د ملي ټیمونو د کرکټ لوبه هم وګوري کومه چې د نړیوال کپ د سیالیو په دوران کښې ترسره کیږي.