چابهاربندر د افغانستان دشیانو دټرانزیټ لپاره ترټولونزدې اوارزانه لار ده
د افغانستان په پراختیا کې د چابهار بندر د رول د ارزونې علمی سیمنار پرون په کابل پوهنتون کې د افغانستان د حکومت دلوړپوړو مسئولانو او اقتصاد پوهانو په شتون سره ترسره شو .
زمونږ خبریال راپورراکړ د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش پرون ناوخته په کابل پوهنتون کې د افغانستان په پراختیا کې د چابهار بندر در ول د ارزونې په علمی سیمنار کې پخپلې وینا کې دایران د دغه ستر بندر په اهمیّت په ټینګار سره ووئیل دغه بندر د آزادو اوبو له لارې د افغانستان د شیانو دمنتقلولو لپاره تر ټولو نزدې او ارزانه لار ده .
سروردانش پخپلې وینا کې همداراز د چابهار بندر په پراختیا کې د اسلامی ایران او هندوستان ددریځونو هم قدرونه وکړه او وې وئیل ، له دغو دواړو هیوادونو سره د افغانستان اړیکې ښې او مخ په وده دی .
د افغانستان د ټرانسپورټی چارو د وزارت د اداری اومالی برخې مرستیال امام محمد وریماج هم په دغه سیمنار کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، اسلامی ایران هیڅکله هم پخپل بهرنی سیاست کې د دباؤ د اعمالولو لپاره دیوې وسیله په توګه، له ټرانزیټ اوټرانسپورټی فعالیتونو څخه استفاده نه کوی . هغه همداراز په چابهار بندر کې د افغانستان د کشتۍ چلونې د کرښې د رامینځةکولو لپاره د ایران او هند دتاجرانو د پانګونې او دواړو هیوادونو دملګرتیا غوښتنه هم وکړه .
د افغانستان په پراختیا کې د چابهار بندر د رول د ارزونې علمی سیمنار پرون په کابل پوهنتون کې د افغانستان د حکومت دلوړپوړو مسئولانو او اقتصاد پوهانو په شتون سره ترسره شو .