د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو بوديجه منظوره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83413-د_افغانستان_د_ولسمشرۍ_د_انتخاباتو_بوديجه_منظوره_شوه
د افغانستان دانتخاباتو خپلواک کمېشن وائي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره په پام کښې نیول شوې بودیجه د افغانستان د حکومت او نړيوالی ټولنې لخوا منظوره شوې ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 15, 2019 14:49 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو بوديجه منظوره شوه

د افغانستان دانتخاباتو خپلواک کمېشن وائي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره په پام کښې نیول شوې بودیجه د افغانستان د حکومت او نړيوالی ټولنې لخوا منظوره شوې ده.

د افغان رسنيو د رپوټ له مخې،د روان کال د تلې په شپږمه د ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره خواوشا ۱۴۹ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.

 د ټاکنو خپلواک کمېشن د نن ورځې ( چنګاښ۲۴) په خبرپاڼه کښې څرګنده کړه «کمېشن د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۶ مه رڼو،عادلانه او سراسري ټاکنو ترسره کیدو ته ژمن دے،له ښه بخته د جمهوري ریاست د ټاکنو د اړتیا وړ بودیجه منظور شوې او د کمیسیون رهبري په دې برخه کې له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه مننه کوي.»

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مالوماتو له مخې،له ۱۴۹ میلیونه ډالرو څخه ۹۰ میلیونه ډالر د افغانستان د حکومت له لوري او ۵۹ میلیونه ډالر د نړیوالې ټولنې له لوري برابريږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه ټاکل شوي نيټه د انتخاباتو په ترسره کیدو او نه ترسره کېدو شکونه هماغسې شتون لري او د ولسمشرۍ د انتخاباتو یو شمېر نامزدان د انتخاباتو په پروسه کښې د دولت د لاس وهنې په اړه اندیښنې څرګندوي .