په بلخ ولایت کښې نښتې زیاتې شوی دی .
-
د بادغیس والي پرون د وژل شویو عسکرو شمیر پینځویشت (۲۵) تنه اعلان کړی وو.
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان پوځی او امنیتی ځواکونو په بلخ ولایت کښې د طالبانو ډلې د یوه (۱)مشر د وژلو په هدف سره خپلې حملې سختې کړې .
د افغانستان عسکرو دځمکنیو عملیاتو په دوام کښې د طالبانو د مرکزونو پرضد خپلې هوایی حملې په ایجنډې کښې شاملې کړې او ددغو بریدونو د زیاتیدا په نتیجه کښې د طالبانو نامتو پوځی قومندان جمعه خان له لسو (۱۰) نورو غړو سره یوځاې ووژل شو .
د افغانستان د پوځیانو په عملیاتو کښې په چمتال ولسوالۍ کښې د طالبانو استازی ګل نبی مبارز او دهغه تر امر لاندې اوه (۷) نور کسان ژوبل شول .
بل خبر دا چې د افغانستان په بادغیس ولایت کښې له طالبانو سره په جګړه کښې د وژل شویو پوځیانو شمیر څلوردیرشو(۳۴) ته ورزیات شو .
د بادغیس د ولایتی شورا غړی محمد ناصر نظری وویل طالبانو دقومی مشرانو په مینځګړیتوب سره د پوځ دځانګړیوعسکرو مړی ورسپارلی دی .
د بادغیس والی پرون د وژل شویو عسکرو شمیر پینځویشت (۲۵) تنه اعلان کړی وو.