افغان ولسمشر: طالبان له یوه لوري خبرې کوي او له بل لوري فجایع او بشري جنایتونه تکراروي
(last modified Thu, 25 Jul 2019 11:08:52 GMT )
Jul 25, 2019 15:38 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر: طالبان له یوه لوري خبرې کوي او له بل لوري فجایع او بشري جنایتونه تکراروي

افغان ولسمشر د کابل د نننيو چاودنو په غندلو سره طالب ډله ملامته کړه چې له يوې خوا د صلحې خبرې اترې کوي او له بلې خوا جنايتونه کوي.

د آوا خبري اژانس د رپوټ له مخې افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ د کابل او ننګرهار د نن ورځي پیښو په غبرګون کښې اعلامیه خپره کړې ده چې پکې ویل شوي،:” : طالبان له یوه لوري خبرې او له بل لوري غميزې او د بشريت په خلاف جنایتونه تکراروي، خو هغوي باید پوه شي چې په دې کارونو نه د صلحې په مذاکراتو کښې امتیازات ترلاسه کولې شي او نه د خلقو له نفرت او کرکې ځان خلاصولې شي”.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي،:” طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام کښې نن سهار د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو په موټر او د کابل ښار د نهمې ناحیې په مربوطاتو کښې په دوو بيله بيلو بریدونو او د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کښې د خښ شوي ماین په نتيجه کښې د ښځو، ماشومانو او ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.”

د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ له لوري په دې اعلامیه کښې د کابل او ننګرهار د نن ورځې ترهګریز بریدونه وحشیانه بلل شوي او په کلکه غندل شوي دي.

د يادونې ده چې د طالب ډلې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې د يوې چاودنې ذمه واري په غاړه اخېستې او له دوو نورو يې انکار کړې او وائي له دغو دوو چاودنو سره د هغوي هيڅ تعلق نشته.

 

ټیګونه