اشرف غني: افغانستان له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې هره ورځ قربانۍ ورکوي
افغان ولسمشر د امريکې له لوے درستيز سره په کتنه کښې وويل، افغانستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په وړاندېنۍ کرښه کښې شتون لري او هره ورځ قربانۍ ورکوي.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر په يوې بيانيه کښې وويل، اشرف غني پرون په کابل کښې د جوزف ډانفورډ په کتنه کښې له ترهه ګرۍ سره مبارزه، د امنيت، صلې او ثبات ټينګښت او د جنګ خاتمه د دغه هېواد د حکومت له ترجيحاتو وبلل.
اشرف غني زياته کړه، ترهه ګري د افغان ولس لپاره يو ګواښ دے او ورسره مبارزه بايد دوام ومومي.
د امريکې د فوځ لوے درستيز جوزف ډانفورډ پرون له مخکښې نه په نه اعلان شوي سفر او د افغان ولس په اړه د ډونالډ ټرمپ د سپکاوي په سر د کابل او واشنګټن ترمېنځ د تاوتريخوالي په اوج کښې کابل ته لاړ.
کابل ته د ډانفورډ له سفر سره په يو وخت د افغانستان پائتخت د دريو خونړيو چاودنو کتونکے ؤ چې لږ تر لږه پنځوس تنه پکښې مړۀاو له څلوېښتو زيات ژوبل شول.
طالب او داعش ډلود کابل د پرونيو چاودنو ذمه واري په غاړه واخېسته.