په کابل کښې وسله والو يرغلګرو او افغان امنيتي ځواکونو ترمېنځ نښته ختمه شوه
(last modified Mon, 29 Jul 2019 01:36:20 GMT )
Jul 29, 2019 06:06 Asia/Kabul
  • په کابل کښې وسله والو يرغلګرو او افغان امنيتي ځواکونو ترمېنځ نښته ختمه شوه

د افغانستان په پائتخت کابل کښې د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو او وسله والو يرغلګرو ترمېنځ نښته ختمه شوه.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحيمي وويل، د افغانستان د ملي امنيت د ادارې د مخکښيني رئيس او روند سبز نومې سياسي ډلې د مشر امرالله صالح د دفتر مخې ته له افغان امنيتي ځواکونو سره د وسله والو يرغلګرو نښته د تقريباً شپږو ګېنټو له وسله ايزې مقابلې او د څلور حمله کونکو په وژل کېدو سره ختمه شوه.

تر اوسه چا کس يا ډلې د دغې ترهه ګريزې حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې خو نصرت الله رحيمي طالب ډله په دې اړه تورنه کړه.

د افغانستان د ولسمشرۍ ارګ ماڼۍ هم د يوې بيانيې په صادرولو سره وويل،فتنه ګرو ترهه ګرو او د افغانستان دښمنانو د خپلو جنايتونو په دوام کښې د کابل ښار په يوه عامه سيمه کښې يو شمېر افغانان ووژل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وويل، افغانان نن د ولسمشرۍ د انتخاباتي مبارزو د شروع کېدو کتونکي وو چې د جنګ د خاتمې او د ثبات د ټينګېدو لپاره د ملت د کلکې ارادې ښودنه کوي خو ترهه ګر او د هغوي ملاتړي په داسې حملو سره هيڅکله د افغان ولس اراده نه شي کمزورې کولې بلکه د لا زياتې کرکې او تفرت سبب کيږي.

پرون مازيګر څلورو وسله والو يرغلګروږ په کابل کښې د امرا... صالح د دفتر مخې ته د بم اېښودل شوي موټر له چاولو وروسته له افغان امنيتي ځواکونو سره ښکېل شول.

امرالله صالح په دغه حمله کښې معمولي ژوبل شو.

د افغانستان د روغتيا وزارت په دغه حمله او چاودنه کښې د وژل شويو کسانو شمېر دوه تنه او د زخميانو شمېر پينځويشت اعلان کړ.

 

 

ټیګونه