د افغانستان ولسمشر د آیت الله محسني د وفات کیدو تسلیت ویلی
په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت هم د افغانستان حکومت او ولس او په تیره بیا د آیت الله محسني د کورنۍ غړو، مقلدانو او شاګردانو ته د هغوي د وفات په وجه تسلیت او تعزیت ویلی دی.
د افغانستان ولسمشر د دغه هیواد د تکړه او مشهور عالم آیت الله محمد آصف محسني وفات د افغانستان د خلکو او د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یو نه جبیره کیدونکی تاوان وباله.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني بیګا په یو پیغام کښې د آیت الله محسني د وفات په مناسبت د تسلیت په ویلو سره وویل: دغه جلیل القدره عالم د ښو اخلاقو او نیک خوي او د اسلامي علومو په ډګر کښې له پوره پوهې او تجربې نه علاوه د افغانستان د خلکو د پرحقه جهاد په دوران کښې هم نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې.
اشرف غني څرګنده کړه چې له آیت الله محسني څخه د اسلامي علومو په برخه کښې داسې ډیر ارزښتناک تالیفات او آثار پاتې دي چې د راتلونکو نسلونو د لارې مشال ګرځیدلی شي او د افغانستان او ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره تل پاتې میراث ګڼل کیږي.
په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت هم د افغانستان حکومت او ولس او په تیره بیا د آیت الله محسني د کورنۍ غړو، مقلدانو او شاګردانو ته د هغوي د وفات په وجه تسلیت او تعزیت ویلی دی.