دافغانستان پوځیان باید خپله قوه استعمال کړی
-
ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د راتلونکي په هکله به هېڅ ډول معامله نهکېږي.
زمونږخبریال وایی دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی امنیتی ځواکونو ته سپارښته کړی ده چې دقوې کارول د امنیتی او دفاعی ځواکونو اصلی دنده ده او د سولې دتړون تر تصویبیدا پورې په جدی ډول خپلې دندې ترسره کړی .
ښاغلی غنی وویل چې د امنیتی ځواکونو مبارزه برحقه ده، ځکه د افغانانو لپاره ترسره کېږی.
ښاغلی غنی زیاته کړه: "تر هغې چې د سولې تړون د ملت له لوری تصویبېږی، د قوې استعمال زموږ د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو عمده وظیفه ده، ستاسو دنده دا نهده چې راشئ وګورئ چې سیاسی بادونه په کوم لوری خوځېږی، بلکې ستاسو دنده د دهېواد ساتل دی او زه د خپل اعلی سرقوماندان صلاحیتونه تاسو ته انتقالوم چې تاسو تر وروستۍ دقیقې په عزت قوه استعمال کړئ."
هغه وویل د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې لپاره به واضح بینالمللی تعهد وجود ولری او د مشترکو منافعو خبره ده او د افغانستان او نړۍ د شریکو ګټو پر بنست به مخته ځو.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې له طالبانو سره تر سولې وروسته د افغان امنیتی ځواکونو د منحلېدو ګنګوسې خپرې شوې وې او په قطر کې د طالبانو د مرکچی پلاوی یو غړی شیر محمد عباس ستانکزی له لوری ویل شوی و چې د افغان امنیتی ځواکونو له سره جوړېدو ته اړتیا ده، هغه څه چې نوموړی وروسته په رد کړه او د ده له خبرو ناسمه اخیستنهیې وبلله.
یادې موضوع په کور دننه د حکومت په ګډون د خلکو غبرګونونه راوپارول.
خو ولسمشر محمد اشرف غنی امنیتی او دفاعی ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د راتلونکی په هکله به هېڅ ډول معامله نهکېږی.