افغانستان ته د افغان حاجیانو د ستنیدلو بهیر پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84035-افغانستان_ته_د_افغان_حاجیانو_د_ستنیدلو_بهیر_پیلیږي
ښاغلي دریځ وویل " سږکال اتو تنو د ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او هم دوه تنه ماشومان، چې یوه یې انجلې او بل یې هلک دی، د حج د مراسمو په ورځو شپو کې نوي زیږیدلي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2019 01:04 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د افغان حاجیانو د ستنیدلو بهیر پیلیږي

ښاغلي دریځ وویل " سږکال اتو تنو د ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او هم دوه تنه ماشومان، چې یوه یې انجلې او بل یې هلک دی، د حج د مراسمو په ورځو شپو کې نوي زیږیدلي دي

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، سږکال دیرش زره افغان حاجیانو د حج مراسم پر ځای کړي او د دغو مراسمو پر مهال یوازې اته حاجیان د ناروغیو له امله وفات شوي دي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ناصرالدین دریځ وویل چې ټاکل شوې د افغان حاجیانو د ستنیدلو لړۍ د روانې اونۍ له شنبې یا یکشنبې پیل شي.

ښاغلي دریځ وویل " سږکال اتو تنو د ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او هم دوه تنه ماشومان، چې یوه یې انجلې او بل یې هلک دی، د حج د مراسمو په ورځو شپو کې نوي زیږیدلي دي".

سږکال دیرش زره افغان حاجیان د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

ټاکل شوې د سعودي عربستان څخه به د افغان حاجیانو د ستنیدلو بهیر د کام ایر هوايي شرکت د الوتکو له لارې په ۲۵ ورځو کې بشپړ شي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې د سعودي عربستان د جدې له ښار څخه به افغان حاجیان په  کابل سربیره دهرات، مزارشریف او کندهار هوايي ډګرونو ته هم واستول شي.

دا وزارت وايي، سږکال د حج پر مراسمو هر حاجي شاوخوا ۲۸۰۰ امریکايي ډالره مصرف کړي دي.

د تیرو کلونو په څیر سږکال هم یو شمیر افغان حاجیانو د حج د مراسمو پر مهال د افغان حکومت له خوا د هغوی د اوسیدو لپاره د برابرو شوو سهلتونو د بڼې په اړه شکایتونه کړي دي.

خو د افغانستان حج او اوقافو وزارت وايي، د تیرو کلونو پرتله د افغان حاجیانو د اوسیدانې لپاره يې ډیر سهلتونه برابر کړي وو.