طالبان په افغانستان کښې د ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کیدو مخالف دي
په قطر کښې د طالب ډلې د سیاسي دفتر ویاند د افغانستان د انتخاباتو په نتیجه کښې جوړ شوی حکومت د جنګ د دوام په معنا وباله.
په قطر کښې د طالب ډلې د سیاسي دفتر ویاند په ستمبر میاشت کښې په افغانستان کښې د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو سره د مخالفت په ترڅ کښې، د دغو انتخاباتو په نتیجه کښې جوړ شوی حکومت د جنګ د دوام په معنا وباله.
تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې سهیل شاهین وویل: له امریکې سره د موافقې لپاره د خبرواترو د دوام په سیوري کښې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کیدل د جنګ د دوام سبب کیږي.
شاهین مدعي شو چې طالبانو د خبرواترو له لارې د افغانستان د مسئلې د هواري په تکل کښې دي.
هغه زیاته کړه: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال ویش فائنل شوی دی او له امریکې سره د موافقې له لاسلیکیدو وروسته به بین الافغاني خبرې اترې پيل شي او په کښې به د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام په هکله پریکړه وشي.
په قطر کښې د طالبانو د دفتر ویاند په داسې حال کښې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهال ویش د نهايي کیدو خبر ورکوي چې د امریکې د دفاع وزارت یو چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلې دي چې د امریکې او طالب ډلې ترمینځ لاهم جدي اختلافات شته دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټولټاکنې د روان ۲۰۱۹ کال د ستبمر په ۲۸ نیټه ترسره شي.