طالبانو د جنګ او دنښتې په دوام ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84084-طالبانو_د_جنګ_او_دنښتې_په_دوام_ټینګار_وکړ
تسنیم خبری اژانس وایی په قطر کښې دطالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین په افغانستان کښې د جنګ او د نښتې په دوام ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2019 00:12 Asia/Kabul
  • د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام دطالبانو او په  بین الافغاني خبرو اترو کښې په ګوته کیږي .
    د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام دطالبانو او په بین الافغاني خبرو اترو کښې په ګوته کیږي .

تسنیم خبری اژانس وایی په قطر کښې دطالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین په افغانستان کښې د جنګ او د نښتې په دوام ټینګار وکړ .

هغه پرون ګواښ ورکړ که چیرې دافغانستان نوی حکومت له طالبانو ډلې پرته جوړ شی دغه ډله به په هیواد کښې جنګ او نښتو ته دوام ورکړی .

دطالبانو ویاند سهیل شاهین زیاته کړه د افغانستان راتلونکی سیاسی نظام دطالبانو او په  بین الافغانی خبرو اترو کښې په ګوته کیږی .

داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی مخکې اسلامی جمهوری  نظام ، د افغانستان د حکومت په رسمیت پیژندل ، د امنیتی ادارو مصونیت او دهیواد د قومی بیرغ نه بدلیدل له طالبانو ډلې سره د حکومت دسولې د موافقې  سرې کرښې(red lines)بللی وې .