دافغانستان په کونړ ولایت ۲۰۰ راکټونه ویشتل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84118-دافغانستان_په_کونړ_ولایت_۲۰۰_راکټونه_ویشتل_شوی
مونږ خبریال وایی پاکستان دافغانستان په خاوره دوه سوه(۲۰۰) راکټونه ویشتلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2019 00:33 Asia/Kabul
  • د راکټونو حملې په تیرو څو کلونو کښې د کابل او د اسلام اباد د اړیکو د خړپړیدا یو(۱) ترټولو مهم عامل دی .
    د راکټونو حملې په تیرو څو کلونو کښې د کابل او د اسلام اباد د اړیکو د خړپړیدا یو(۱) ترټولو مهم عامل دی .

مونږ خبریال وایی پاکستان دافغانستان په خاوره دوه سوه(۲۰۰) راکټونه ویشتلی دی .

دافغانستان د کونړ د والی ویاند عبدالغنی مصمم پرون وویل له وړمې شپې راهسې تراوسه د پاکستان له خاورې څخه د دغه ولایت په بیلابیلو سیمو دوه سوه (۲۰۰) راکټونه ویشتل شوی دی .

هغه وویل د پاکستان له خاورې دغو توغول شویو راکټونو کومه مرګ ژوبله نه ده لرلی خو څلور (۴) کورونه یې ړنګ کړی دی .

د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان په ختیځو ولایتونو د راکټونو حملې په تیرو څو کلونو کښې د کابل او د اسلام اباد د اړیکو د خړپړیدا یو(۱) ترټولو مهم عامل دی .