دامریکا او طالبانوترمینځ دسولې موافقه هیح قانونی اساس نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84191-دامریکا_او_طالبانوترمینځ_دسولې_موافقه_هیح_قانونی_اساس_نه_لری
داشرف غنی په وینا ، په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو شتون د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د نیغ په نیغه خبرواترو خنډ دی .
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Aug 24, 2019 13:28 Asia/Kabul
  •   دامریکا او طالبانوترمینځ دسولې موافقه هیح  قانونی اساس نه لری

داشرف غنی په وینا ، په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو شتون د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د نیغ په نیغه خبرواترو خنډ دی .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، دافغانستان ولسمشر اشرف غنی نن  دافغانستان  له طلوع ټیلیویژنی چینل سره  په خبرو کې  دهغې احتمالی سولې  موافقې ته په اشارې سره چې  ممکنه ده  په راتلونکو شپو ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمینځ په قطر کې لاسلیک شی ، ووئیل ،  د طالبانو او امریکاترمینځ  موافقه ، هیڅ قانونی حیثیّت نه لری او  په مستقیمو خبرواترو کې  دحکومتی لوری شتون  لازم او اړین دی .

 اشرف غنی ټینګار کړی ،  دسولې موافقه  به یوازې د کابل د حکومت له خوا لاسلیک شی

 دافغانستان  ولسمشر  دې ته په اشارې سره  چې   دافغانستان د حکومت  مرکچی ټیم  په راتلونکو څو ورځو کې ټاکل  او اعلانیږی ، روښانه کړې ، طالبان ددغه هیواد یوه برخه دی  او دافغانستان د برخلیک ټاکونکی نه دی .

 داشرف غنی په وینا ،  په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو شتون  د  افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د نیغ په نیغه خبرواترو خنډ دی .

 په داسې حال کې چې  د  طالبانو او امریکا ترمینځ په قطر کې د روغې جوړې د خبرواترو نهم پړاؤ  د پنجشنبې په ورځې  پیل شوی ،په دغه هیواد کې د طالبانو ډلې دسیاسی دفتر ویندوی سُهیل شاهین  وئیلی دی ، لوری به په راتلونک وڅو ورځو کې د سولې موافقه لاسلیک کړی .

دافغانستان ډیری سیاستوالان ، چارواکی او ولس په دې اند دی چې په افغانستان کې د امریکائی ځواک شتون دسولې خنډ دی او  د امریکا او طالبانو ترمینځ دسولې  دموافقې  اصلی چورلیزونه هم  له دغه هیواده د امریکائی عسکرو وتل او داوور بند اعلان  دی .