دامریکا او طالبانوترمینځ دسولې موافقه هیح قانونی اساس نه لری
داشرف غنی په وینا ، په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو شتون د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د نیغ په نیغه خبرواترو خنډ دی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، دافغانستان ولسمشر اشرف غنی نن دافغانستان له طلوع ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې دهغې احتمالی سولې موافقې ته په اشارې سره چې ممکنه ده په راتلونکو شپو ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمینځ په قطر کې لاسلیک شی ، ووئیل ، د طالبانو او امریکاترمینځ موافقه ، هیڅ قانونی حیثیّت نه لری او په مستقیمو خبرواترو کې دحکومتی لوری شتون لازم او اړین دی .
اشرف غنی ټینګار کړی ، دسولې موافقه به یوازې د کابل د حکومت له خوا لاسلیک شی
دافغانستان ولسمشر دې ته په اشارې سره چې دافغانستان د حکومت مرکچی ټیم په راتلونکو څو ورځو کې ټاکل او اعلانیږی ، روښانه کړې ، طالبان ددغه هیواد یوه برخه دی او دافغانستان د برخلیک ټاکونکی نه دی .
داشرف غنی په وینا ، په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو شتون د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د نیغ په نیغه خبرواترو خنډ دی .
په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا ترمینځ په قطر کې د روغې جوړې د خبرواترو نهم پړاؤ د پنجشنبې په ورځې پیل شوی ،په دغه هیواد کې د طالبانو ډلې دسیاسی دفتر ویندوی سُهیل شاهین وئیلی دی ، لوری به په راتلونک وڅو ورځو کې د سولې موافقه لاسلیک کړی .
دافغانستان ډیری سیاستوالان ، چارواکی او ولس په دې اند دی چې په افغانستان کې د امریکائی ځواک شتون دسولې خنډ دی او د امریکا او طالبانو ترمینځ دسولې دموافقې اصلی چورلیزونه هم له دغه هیواده د امریکائی عسکرو وتل او داوور بند اعلان دی .