د افغانستان ولسمشر عربستان ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84197-د_افغانستان_ولسمشر_عربستان_ته_لاړ
محمد اشرف غني پرون په یو رسمي سفر د عربستان پلازمینې ریاض ته تلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2019 03:27 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر عربستان ته لاړ

محمد اشرف غني پرون په یو رسمي سفر د عربستان پلازمینې ریاض ته تلی دی.

د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني په دغه سفر کښې د عمرې کولو نه علاوه د عربستان له باچام سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هیواد له ځینو نورو چارواکو سره لیده کاته وکړي.

د دوه اړخیزو امنیتي اړیکو پراختیا، د طالبانو او امریکې ترمینځ د صلحې د احتمالي موافقې لاسلیکیدل، په افغانستان کښې د لنډمهاله حکومت جوړیدل او په دغه هیواد کښې د جنګ او د ملکي وګړو د وژلې زیاتیدل،د عربستان له چارواکو سره د افغانستان د ولسمشر د خبرواترو مهم موضوعات اعلان شوې دي.