طالبانو له امریکې سره د موافقې په هکله رپورټونه رد کړل
Aug 25, 2019 03:31 Asia/Kabul
طالب ډلې د ځان او امریکې ترمینځ د صلحې هر ډول شوې موافقه دروغ وبلله.
په قطر کښې د طالبانو د دفتر ویاند پرون د ټویټر له لارې یو پيغام کښې وویل چې له امریکې سره د دغې ډلې د صلحې د موافقې د لاسلیکیدو او په افغانستان کښې د لنډمهاله حکومت د جوړولو په سر د توافق خبرونه دروغ دي.
دا په داسې حال کښې دي چې یوه ډله رسنیو پرون، په افغانستان کښې د څوارلس میاشتني لنډمهاله حکومت د جوړولو لپاره له امریکې سره د طالب ډلې د موافقې خبر ورکړی و.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم پرون د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې احتمالي موافقې ته پ اشارې سره وویل: د صلحې موافقه به یوازې د کابل د حکومت له خوا لاسلیک شي او که داسې ونه شي نو قانوني بنسټ نه لري.
ټیګونه