امریکا د افغانستان دانتخاباتو په ترسره کیدا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84210-امریکا_د_افغانستان_دانتخاباتو_په_ترسره_کیدا_ټینګار_وکړ
ایرنا خبری اژانس وایی په کابل کښې دامریکا سفیر جان باس (John Rodney Bass)په ټاکلی نیټه د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په ترسره کیدا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2019 11:11 Asia/Kabul
  • دامنیت دتامینولو په پلمه دامریکا په دباو او غوښتنه تراوسه په افغانستان کښې د انتخاباتو دترسره کیدا نیټه دوه (۲) ځله ځنډیدلي ده .
    دامنیت دتامینولو په پلمه دامریکا په دباو او غوښتنه تراوسه په افغانستان کښې د انتخاباتو دترسره کیدا نیټه دوه (۲) ځله ځنډیدلي ده .

ایرنا خبری اژانس وایی په کابل کښې دامریکا سفیر جان باس (John Rodney Bass)په ټاکلی نیټه د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په ترسره کیدا ټینګار وکړ .

هغه وویل سوله دافغانستان دخلکو لومړیتوب دی  او که چیرې دسولې دټینګیدا په لاره کښې کوم خنډ رامینځته شی ددغه هیواد انتخابات باید له پروګرام سره سم وشی .

په ټاکلی نیټه د انتخاباتو په ترسره کیدا  په کابل کښې د امریکا دسفیر جان باس ټینګار په داسې حال کښې دی چې دامنیت دتامینولو په پلمه دامریکا په دباو او غوښتنه تراوسه په افغانستان کښې د انتخاباتو دترسره کیدا نیټه دوه (۲) ځله ځنډیدلی ده .

په افغانستان کښې دامریکا سفیر دغه راز وویل که چیرې طالبانو ډله له افغانستان څخه دبهرنیو عسکرو دوتلو غوښتونکی ده باید تضمین دې  ورکړی چې دامریکا په شمول د بهرنیو هیوادونو ګټو ته ددغه ډلې لخوا کوم ګواښ ونشی .

داپه داسې حال کښې دی چې په قطر کښې د طالبانو ډلې د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین څه موده مخکې ګواښ کړی وو که چیرې دطالبانو ډلې له شتون پرته د افغانستان نوی حکومت جوړ شی دغه ډله جنګ او نښتو ته دوام ورکوی .

امریکا او طالبانو ډلې تراوسه په قطر کښې اته (۸) ځله خبرې اترې کړی دی خو دغه ډله تراوسه نه ده چمتو شوی چې په افغانستان کښې د جنګ دختمولو او سولې ته درسیدا لپاره د افغانستان له حکومت سره نیغ په نیغه خبرې وکړی .