امریکا د افغانستان دانتخاباتو په ترسره کیدا ټینګار وکړ
-
دامنیت دتامینولو په پلمه دامریکا په دباو او غوښتنه تراوسه په افغانستان کښې د انتخاباتو دترسره کیدا نیټه دوه (۲) ځله ځنډیدلي ده .
ایرنا خبری اژانس وایی په کابل کښې دامریکا سفیر جان باس (John Rodney Bass)په ټاکلی نیټه د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په ترسره کیدا ټینګار وکړ .
هغه وویل سوله دافغانستان دخلکو لومړیتوب دی او که چیرې دسولې دټینګیدا په لاره کښې کوم خنډ رامینځته شی ددغه هیواد انتخابات باید له پروګرام سره سم وشی .
په ټاکلی نیټه د انتخاباتو په ترسره کیدا په کابل کښې د امریکا دسفیر جان باس ټینګار په داسې حال کښې دی چې دامنیت دتامینولو په پلمه دامریکا په دباو او غوښتنه تراوسه په افغانستان کښې د انتخاباتو دترسره کیدا نیټه دوه (۲) ځله ځنډیدلی ده .
په افغانستان کښې دامریکا سفیر دغه راز وویل که چیرې طالبانو ډله له افغانستان څخه دبهرنیو عسکرو دوتلو غوښتونکی ده باید تضمین دې ورکړی چې دامریکا په شمول د بهرنیو هیوادونو ګټو ته ددغه ډلې لخوا کوم ګواښ ونشی .
داپه داسې حال کښې دی چې په قطر کښې د طالبانو ډلې د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین څه موده مخکې ګواښ کړی وو که چیرې دطالبانو ډلې له شتون پرته د افغانستان نوی حکومت جوړ شی دغه ډله جنګ او نښتو ته دوام ورکوی .
امریکا او طالبانو ډلې تراوسه په قطر کښې اته (۸) ځله خبرې اترې کړی دی خو دغه ډله تراوسه نه ده چمتو شوی چې په افغانستان کښې د جنګ دختمولو او سولې ته درسیدا لپاره د افغانستان له حکومت سره نیغ په نیغه خبرې وکړی .