له طالبانو د اسلامی ملګرتیا موسسې غوښتنه :-
-
د سولې موافقه لیک باید د کابل دحکومت لخوا لاسلیک شي په بله بڼه کښې له طالبانو سره هرډول موافقه قانوني بنسټ نلري .
داسلامی ملګرتیا موسسې مشر یوسف بن احمد العثیمین د سعودی عربستان په جدې (Jeddah) ښار کښې دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په کتنې کښې په طالبانو غږ وکړ جګړه ختمه کړی .
د اسلامی ملګرتیا موسسې مشر یوسف بن احمد العثیمین په دغه کتنې کښې د سولې د بین الافغانی خبرو اترو په دوام ټینګار وکړ او هیله یې وکړه زر ترزره دافغانستان جنګ بند شی او په دغه هیواد کښې سوله او ارامښت ټینګ شی .
هغه وویل داسلامی ملګرتیا موسسه به د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو باندې د څارنې لپاره دغه هیواد ته څارونکی واستوی .
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی هم په دغه کتنې کښې وویل سوله د هیواد دخلکو اساسی غوښتنه او د کابل دحکومت مهم لومړیتوب دی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی او د اسلامی ملګرتیا موسسې مشر یوسف بن احمد العثیمین په دغه کتنې کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې او دسپتمبر د میاشتې په اتویشتمه(۲۸) نیټه دافغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو دترسره کیدا په هکله خبرې وکړې .
په افغانستان کښې د جنګ دختمولو لپاره له طالبانو ډلې د اسلامی ملګرتیا د موسسې د مشر غوښتنه په داسې حال کښې مطرح شوی ده چې طالبان په خپل هیواد کښې د جنګ او دوینې د تویدا د پاې د رسولو لپاره د بهرنیو پوځیانو په کامل ډول دوتلو دضرورت په اړه په خپل دریځ ټینګار کوی .
د امریکا او دطالبانو ترمینځ د بې نتیجې خبرو اترو له اتو(۸) پړاونو وروسته د دغوخبرو نهم (۹) پړاو هم په تیرې یکشنبې ورځ په قطر کښې پاې ته ورسید .
ځینې سرچینې د سولې د موافقې د مسودی د برابرولو لپاره د امریکا او د طالبانو ترمینځ د موافقې خبر ورکوی چې پراساس به یې تر راتلونکو شلو(۲۰) میاشتو پورې په افغانستان کښې ددیره امریکایی عسکرو شمیر له څوارلس زرو(۱۴۰۰۰) څخه پینځوزرو (۵۰۰۰)ته کم شی .
که څه هم تراوسه د امریکا او دطالبانو استازیو د داد ډول خپرو شویو راپورونو په هکله خپل دریځ نه دی اعلان کړی خو د خبرو اترو او دهغوې دموافقو د محتوا په هکله د خپرو شویو اطلاعاتو په باره کښې ډیر شکونه شته .
دې ته په پام سره چې طالبانو په ځلونو د جنګ دختمولو لپاره له افغانستان څخه د امریکا دعسکرو په کامل ډول وتلو ټینګار کړی دی دغه پوښتنه رامینځته کیږی ددغو راپورونو پراساس که چیرې په نهایت کښې تر راتلونکو شلو (۲۰) میاشتو پورې د امریکا نهه زره (۹۰۰۰) پوځیان له افغانستانه ووځی د پاتې نورو عسکرو برخلیک به څه وی او ایا طالبان چمتو دی د امریکا د نورو پینځو زره (۵۰۰۰)عسکرو په شتون سره له جنګ څخه لاس واخلی .؟
دغه راز د خپرو شویو راپورونو پراساس دعسکرو د شمیر کمول چې د قطر په خبرو کښې له طالبانو سره د امریکا د استازیو په موافقې کښې د واشنګټن په اساسی ژمنو کښې بلل شوی دی معلومه نه ده چې د سپینې ماڼۍ د ژمنې داجرا په مقابل کښې ددغه ډلې (طالبانو)ژمنه څه ده ؟
په دې سربیره دغه اساسی پوښتنه مطرح ده چې ایا له افغانستان څخه د امریکا د یوشمیر د عسکرو د وتلو لپاره تر معلوم وخت پورې به د طالبانو مرګونی او له تاوتریخوالی ډک فعالیتونه هماغه راز دوام ولری ؟
په داسې شرایطو کښې چې په قطر کښې د امریکا او د طالبانو د خبرو اترو په نهم (۹) پړاو کښې د دوې د موافقې په هکله دافغانستان په خلکو او حکومت کښې ډیرې اندیښنې او پوښتنې موجودې دی ضروری خبره ده چې د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد له طالبانو سره د موافقې په هکله د افغانستان خلکو ته کامل توضیحات وړاندې کړی .
له طالبانو سره د امریکا په خبرو کښې د شیانو په پټ ساتلو کښې د واشنګټن د حکومت کړچار ته په پام سره دغه اندیښنه شته چې سپینه ماڼۍ له طالبانو سره د خبرواترو دنهم (۹) پړاو له ختمیدا وروسته دغه کړچار وساتی .
په همدې دلیل ده چې څو ورځې مخکې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی د امریکا او دطالبانو ترمینځ د موافقې د لاسلیک احتمال ته په اشارې سره ویلی وو د سولې موافقه لیک باید د کابل دحکومت لخوا لاسلیک شی په بله بڼه کښې له طالبانو سره هرډول موافقه قانونی بنسټ نلری .