له افغانستانه دامریکائی عسکرو د ویستلو هیڅ نیّت نه لرو
دامریکا د ولسمشر له دغو څرګندونو وروسته په قطرکې د طالبانو دسیاسی دفتر ویندوی سهیل شاهین ګواښ کړی ، که له افغانستانه درست امریکائی عسکر ونه وځی ،نو دسولې خبرې اترې به دورول شی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ بیګا دفرانسې په بیّریتزښار کې د جی اوه ډلې دغړو هیوادونو د سرمشریزې په څنډې کېدخبریالانو په ټول کې له افغانستانه د وتلو لپاره د نوی مهال ویش دټاکلو په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې ووئیل امریکا له افغانستانه د وتلو اراده نه لری .
ټرمپ مدعی شوی،امریکا هماغه راز په افغانستان کې دسولې دټینګولو او د امنیت د تامینولو لپاره خپل پوځی شتون ته دوام ورکوی .
دامریکا ولسمشر دخپلو تیرو ادعاګانو په تکرارولو سره ووئیل واشنګټن په لنډ وخت کې د افغانستان اتلس کلن جنګ پای ته رسولی شی،خو نه غواړی ،لس میلیون کسان ووژل شی .
دامریکا د ولسمشر له دغو څرګندونو وروسته په قطرکې د طالبانو دسیاسی دفتر ویندوی سهیل شاهین ګواښ کړی ، که له افغانستانه درست امریکائی عسکر ونه وځی ،نو دسولې خبرې اترې به دورول شی .
داپه داسې حال کې دی چې له افغانستانه د امریکا دترهه ګرو عسکرو د ویستلو په سر د قطر په دوحې کې د امریکا او طالبانو ډلې دخبرواترو نهم پړاؤ روانې دی او ځینو رسندوئې د دواړو لورو ترمینځ د احتمالی موافقې د لاسلیک کیدا خبر هم ورکوی .