له افغانستانه دامریکائی عسکرو د ویستلو هیڅ نیّت نه لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84245-له_افغانستانه_دامریکائی_عسکرو_د_ویستلو_هیڅ_نیّت_نه_لرو
دامریکا د ولسمشر له دغو څرګندونو وروسته په قطرکې د طالبانو دسیاسی دفتر ویندوی سهیل شاهین ګواښ کړی ، که له افغانستانه درست امریکائی عسکر ونه وځی ،نو دسولې خبرې اترې به دورول شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2019 08:44 Asia/Kabul
  • له افغانستانه دامریکائی عسکرو د ویستلو هیڅ  نیّت نه لرو

دامریکا د ولسمشر له دغو څرګندونو وروسته په قطرکې د طالبانو دسیاسی دفتر ویندوی سهیل شاهین ګواښ کړی ، که له افغانستانه درست امریکائی عسکر ونه وځی ،نو دسولې خبرې اترې به دورول شی .

تسنیم خبری آژانس  راپورورکړ  دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ بیګا دفرانسې په بیّریتزښار کې د جی اوه ډلې  دغړو هیوادونو د سرمشریزې په څنډې کېدخبریالانو په ټول کې له افغانستانه د وتلو لپاره  د نوی مهال ویش دټاکلو په باب   دیوې پوښتنې په ځواب کې ووئیل  امریکا له افغانستانه د وتلو اراده نه لری .

ټرمپ مدعی شوی،امریکا هماغه راز  په افغانستان کې دسولې  دټینګولو او د امنیت د تامینولو  لپاره خپل پوځی شتون ته دوام ورکوی .

 دامریکا ولسمشر دخپلو تیرو ادعاګانو په تکرارولو سره ووئیل واشنګټن  په لنډ وخت کې د افغانستان اتلس کلن جنګ پای ته  رسولی شی،خو نه غواړی ،لس میلیون کسان ووژل شی .

 دامریکا د ولسمشر  له دغو څرګندونو وروسته په قطرکې د طالبانو دسیاسی دفتر ویندوی سهیل شاهین  ګواښ کړی ،  که  له افغانستانه درست امریکائی عسکر ونه وځی ،نو دسولې خبرې اترې به دورول شی .

 داپه داسې حال کې دی چې له افغانستانه د امریکا دترهه ګرو عسکرو د ویستلو په سر  د قطر په دوحې کې د امریکا او طالبانو ډلې دخبرواترو نهم پړاؤ روانې دی او ځینو رسندوئې  د دواړو لورو ترمینځ د  احتمالی موافقې د لاسلیک کیدا  خبر هم ورکوی .