دامریکا او دطالبانو ترمینځ موافقه زر لاسلیک کیږی
-
دویلوده چې د امریکا او دافغانستان دطالبانو ترمینځ دخبرواترو نهم(۹) پړاو د قطر په دوحې کښې ترسره شو .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان طالبانو ډلې پرون وویل چې د امریکا او ددغه ډلې مرکچیان پرون یوې (۱) موافقې ته نږدې شول .
دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو هم زر د یوې (۱) موافقې د لاسلیک کیدا هیله وکړه چې پراساس به یې واشنګټن له افغانستان څخه خپل ګڼ شمیر عسکر وباسی .
په قطر کښې دافغانستان دطالبانو ډلې ددفتر ویاند سهیل شاهین په دوحې کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل مونږ له امریکا سره دخبرواترو په دغه پړاو کښې پرمختګ لرلی دی او مونږ اوس د پاتې موضوعګانو په اړه خبرې کوو اوهغه بشپړو .
هغه وویل کله چې پاتې موضوعګانې بشپړه شی نو زر به له امریکا سره یوه(۱) موافقه لاسلیک شی .
دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو هم یوشمیر پخوانیو عسکروته په وینا کښې دا ونه ویل چې له طالبانو سره خبرې به څرنګه ختمې شی خو زیاته یې کړه ما ته او پوځ ته د ولسمشر ټرمپ ښکاره لارښونه دا ده چې مونږ غواړو له افغانستان څخه ډیر عسکر خپل هیواد ته زر راولو اوزیاته یې کړه مونږ ددغه خبرې تضمین غواړو چې په امریکا بیا ترهګر بریدونه ونشی .
دویلوده چې د امریکا او دافغانستان دطالبانو ترمینځ دخبرواترو نهم(۹) پړاو د قطر په دوحې کښې ترسره شو داپه داسې حال کښې دی چې په افغانستان کښې اوس هم تاوتریخوالی دوام لری .