د افغانستان حکومت د طالبانو غوښتنې نشی منلی
-
حقیقي سوله له امریکا سره دطالبانو ډلې په موافقې سره لاس ته نه راځي بلکې دغه ډله باید د افغانستان له حکومت سره سوله وکړي .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وویل د کابل حکومت نشی کولای د طالبانو ډلې غوښتنې ومنی او دغه ډله باید د حکومت غوښتنې ومنی .
هغه نن وویل دافغانستان حکومت په هیواد کښې د جنګ او دنښتو د ختمیدا غوښتونکی دی او طالبانو ډله باید جګړه او نښته پاې ته ورسوی .
دافغانستان دولسمشر ویاند صدیق صدیقی وویل دکابل حکومت په افغانستان کښې د امریکا د پوځیانو د اوږدې مودې شتون غوښتونکی نه دی .
د افغانستان دولسمشر د ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې د کابل دحکومت له ګډون پرته د طالبانو او دامریکا داستازیو ترمینځ خبرې اترې په قطر کښې دوام لری او افغانستان هم له طالبانو سره د امریکا د یواړخیزه موافقې په لاسلیک کیدا اندیښمن دی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی څه موده مخکې ویلی وو حقیقی سوله له امریکا سره دطالبانو ډلې په موافقې سره لاس ته نه راځی بلکې دغه ډله باید د افغانستان له حکومت سره سوله وکړی .