د افغانستان حکومت د طالبانو غوښتنې نشی منلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84300-د_افغانستان_حکومت_د_طالبانو_غوښتنې_نشی_منلی
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وویل د کابل حکومت نشی کولای د طالبانو ډلې غوښتنې ومنی او دغه ډله باید د حکومت غوښتنې ومنی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2019 10:45 Asia/Kabul
  • حقیقي سوله له امریکا سره دطالبانو ډلې په موافقې سره لاس ته نه راځي بلکې دغه ډله باید د افغانستان له حکومت سره سوله وکړي .
    حقیقي سوله له امریکا سره دطالبانو ډلې په موافقې سره لاس ته نه راځي بلکې دغه ډله باید د افغانستان له حکومت سره سوله وکړي .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وویل د کابل حکومت نشی کولای د طالبانو ډلې غوښتنې ومنی او دغه ډله باید د حکومت غوښتنې ومنی .

هغه نن وویل دافغانستان حکومت په هیواد کښې د جنګ او دنښتو د ختمیدا غوښتونکی دی او طالبانو ډله باید جګړه او نښته پاې ته ورسوی .

دافغانستان دولسمشر ویاند صدیق صدیقی وویل دکابل  حکومت په افغانستان کښې د امریکا د پوځیانو د اوږدې مودې شتون غوښتونکی نه دی .

د افغانستان دولسمشر د ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې د کابل دحکومت له ګډون پرته د طالبانو او دامریکا داستازیو ترمینځ خبرې اترې په قطر کښې دوام لری او افغانستان هم له طالبانو سره د امریکا  د یواړخیزه موافقې په  لاسلیک کیدا اندیښمن دی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی څه موده مخکې ویلی وو حقیقی سوله له امریکا سره دطالبانو ډلې په موافقې سره لاس ته نه راځی بلکې دغه ډله باید د افغانستان له حکومت سره سوله وکړی .