دافغانستان د سولې بهیر او دانتخاباتو په باب دعبدا... د دریځ بدلیدا
د عبدا...عبدا.. دا خبرې چې دانتخاباتو له احتمالی ځنډیدا سره دهغه د ضمنی پخلاکیدا په معنا ګڼل کیږی ، نه یوازې دهغه له مخکینی دریځ سره په تضاد کې دی ، بلکې دافغانستان د ولسمشر د کړچار مخالفې دی . اشرف غنی په کرتو ټینګار کړی دی ، هیڅ شی باید انتخابات ونه ځنډوی ، ځکه د انتخاباتو نه ترسره کیدا به بحران او شخړو ته رواوالی وبخښی .
د افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورامشر وئیلی دی د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په پرتله کې په افغانستان کې د جنګ پای او د سولې ټینګیدا، په لومړیتوب کې ده .
عبدا...عبدا.... په کابل کې په یوې انتخاباتی غونډې زیاته کړې ، دی حاضر دی ، په دغه هیواد کې سولې ته درسیدا او دجنګ دختمیدا لپاره د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له کاندیدیتوبه څنګة شی .
د افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرائی شورا مشر په داسې حال کې د سوله او دجنګ پای له انتخاباتو سره په پرتله کې په لومړیتوب کې ګڼی چې له دې مخکې ئې وئیلی وو ، انتخابات په لومړیتوب کې دی .
د عبدا...عبدا.. دا خبرې چې دانتخاباتو له احتمالی ځنډیدا سره دهغه د ضمنی پخلاکیدا په معنا ګڼل کیږی ، نه یوازې دهغه له مخکینی دریځ سره په تضاد کې دی ، بلکې دافغانستان د ولسمشر د کړچار مخالفې دی . اشرف غنی په کرتو ټینګار کړی دی ، هیڅ شی باید انتخابات ونه ځنډوی ، ځکه د انتخاباتو نه ترسره کیدا به بحران او شخړو ته رواوالی وبخښی .
هغه څه چې نن سبا دافغانستان او سیمې په رسندیو کې لازیات ترسترګو کیږی ، د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ احتمالی موافقه ده چې وئیل کیږی، د هغو په اساس به دا فغانستان د ولسمشرۍ انتخابات وځنډول شی او د انتخاباتو دترسره کیدا پورې به موقتی حکومت جوړ شی څو طالبان او نوره ډلې ټپلې ځانونه په دغو انتخاباتو کې دګډون لپاره تیار کړی . دا چې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ دموافقط ایشوا شوی ا طلاعات تر کومه حده سم دی ، څه خاص روښانه نه دی ، خو هغه څه چې مشخص دی ، دا چې د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو دترسره کیدا داحتمال په باب ددغه هیواد د نامتو شخصیتونو او چارواکو دریځونه ورځ تر بلې پسې زیاتیږی او بدلیږی .
که څه هم شک نشته چې افغانستان سولې او آرامښت ته اړتیا لری ، خو آیا له طالبانو سره دامریکااوسنۍ خبرې آترې دسولې خبرې اترې کیدلی شی . داسې خبرې چې د کابل دحکومت او دافغانستان د اغیزشیندونکو او سیاسی اوقومی بهیرونو پرته ترسره کیږی،نو څرنګه ممکنه ده چې موخه ئې د نجات ساحل ته د افغانستان د څپڅپانده کشتۍ هدایتول وی ؟
د سیاسی چارو یو کارپوه عبدالمتین فرهمند یوه خبری آژانس سره په خبرو کې وئیلی دی ، دافغانستان خلک هم په حقیقت کې د آزادو ،ولسی ، ملی ، آزادو او شفافو انتخاباتو د ترسره کیدا وړ دی او هم داسې سولې ته درسیدا مستحق، چې دوی ته پخپل ټاټوبی کې د کرار او آرام ژوند امکان ورپه برخه کوی ، خو په داخل کې او دغه راز ځینو پَردیو تالی څټو او لاسوهونکو بهیرونو له دوی هر دواړه حقونه سلب کړی دی او دوی ئې له سختو پیچلو شرائطو سره لاس او ګریوان کړی دی .
په حقیقت کې باید ووئیل شی،حتی که په افغانستان کې د قدرت ځینی اغیزشیندوهنکی بهیرونه او نامتو شخصیتونه دافغانستان د ولسمشرۍ پر انتخاباتو د سولې د غوره کیدا خبره هم کوی ، نو په دې معنا نه ده چې دوی د امریکا او طالبانو ډلې د خبرواترو اوسنی بهیر ته کوم خوشبینه دی . هماغه ډول چې افغان شخصیتونو په کرتو ټینګار کړی دی ، د سولې بهیر به هاله نتیجه ورکړی ، چې د درستو افغان ډلو ټپلو په ګډون اوپخپله ددغو بهیرونو په لارښونې سره ترسره شی .
په همداوروستیو کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی ټینګار کړی دی ، د سولې بهیر دافغانانو په لاس کې نه دی . هغه دخپل هیواد سیاسی مشرانو ته خبرداری ورکړی دی، د امریکا د دسیسو په باب دې هوښیار اوځیر ووسی .
همداراز د افغانستان یوکارپیژاندی اوسیاسی چارو کار پوه علی موسوی هم ددغه هیواد جمهور خبری آژانس سره په خبرو کې وئیلی دی ، ا رکیا غواړی، انتخابات وځنډول شی څو له طالبانو سره دسولې بهیر ، د ولسمشرۍ دانتخاباتو له ترسره کیدا مخکې یوې نتیجې ته ورسیږی ، دا هماغه شی دی ، چې زلمی خلیلزاد په ښکاره مطرح کړی دی . امریکا موخه دا ده چې دسولې موافقه وشی ، څو حتی که انتخابات ترسره هم شی ، نو د طالبانو په ګډون سره وی او په نهایت کې ، دامریکا خوښه ټاکنه ، چې په زیات احتمال سره له اشرف غنی پرته بل څوک نه او یا حتی ممکنه ده یو طالب پلوه کس وی ، بریالی اعلان شی .
نو واضحه ده چې امریکا له پوځی لارې په افغانستان کې خپلو موخو ته په رسیدا کې د ناکامۍ په علت نن سبالالهانده شوې ده څو په دسیسو سره او له سیاسی لارې خپلو سپیروموخو ته ورسیږی،خو باید درست افغان شخصیتونه او مخور کسان هوښیار او ځیر ووسی .
ر