په قندوز باندې د طالبانو حمله تنبیدلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84348-په_قندوز_باندې_د_طالبانو_حمله_تنبیدلې_ده
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه هیواد په شمال کښې پر قندوز ښار د طالب ډلې د وسله والو د حملې د دفع کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2019 00:58 Asia/Kabul
  • په قندوز باندې د طالبانو حمله تنبیدلې ده

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه هیواد په شمال کښې پر قندوز ښار د طالب ډلې د وسله والو د حملې د دفع کیدو خبر ورکړ.

آوا خبري آژانس لیکلې دي چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: په قندوز ښار باندې د طالب ډلې د غړو حمله د دغه هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له جدي او پر وخت ځواب سره دفع شوې او تنبول شوې ده.

د طالب ډلې خلاف د افغانستان د امنیتي ځواکونو عملیات له پرون سهار وختي څخه پيل شول او د دغه هیواد د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران د عملیاتو د مدیریت او څارنې لپاره قندوز ښار ته لاړل.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په قندوز باندې د طالبانو د حملې په غندلو سره وویل: د طالبانو دا ډول کړنې د قطر په دوحې کښې له امریکې سره د هغوي د استازو د غونډې له موضوع سره په تضاد او ټکر کښې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي په کابل کښې یوه خبري غونډه کښې وویل: په قندوز ښار کښې د افغانستان د ملي اردو او امنیتي ځواکونو سره د طالب ډلې د وسله والو په نښته کښې ۵۶ طالبان وژل شوې دي.